د میدان وردګو ولایت مقام کې نن ( سې شنبه) په جوړه شوې غونډه کې،چې د میدان وردګو والي او د دغه ولایت د یو شمېر ادارو مسؤلینو او مشرانو ترڅنګ د کابل ولایت مرستیال والي او د یاد ولایت ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو،پرېکړه وکړه،چې د دواړو ولایتونو ترمنځ به سرحد معلوم کړي .

د کابل مرستیال والي ښاغلي محیب الله وویل: اداره یې پلان لري،چې د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو لپاره ښارګوټې جوړ کړي،چې دغه پلان کې یوه هم د پغمان ولسوالۍ ده او د دغه کار د ترسره کولو لپاره لازمه ده،چې سرحد معلوم شي .

د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د کابل ولایتي ادارې د یاد پلان ستاینه وکړه خو زیاته یې کړه،د سرحد معلومو په موخه به د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته وړاندیز وکړي،ترڅو د دغه ادارې د کارتو ګرافۍ څانګې لخوا د دواړو ولایتونو سرحد سره معلوم شي .

نوموړی زیاته کړه،سیمه ییزو ارګانونو ته به وړاندیز وکړي،ترڅو یو لس کسیز هیئت د یادو دواړو ولایتونو څخه هم له ځان سره د سرحد په معلومولو کې ونیسي،چې په ترڅ کې به یې د کارتو ګرافۍ څانګې مسؤلینو سره د معلوماتو په ورکړه کې همکاري وکړي.

د یادې غونډې به ترڅ کې پرېکړه وشوه،چې د ټولو قانونو لارو په ترڅ کې به د کابل ـ میدان وردګ ولایتونو ترمنځ سرحد معلوم کړي .

د یادونې وړده،د کابل پغمان ولسوالي د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار سره ګډه پوله لري،چې تر دا مهاله یې ټاکلی سرحد ندی په ګوته شوی .

درنښت

عطاالله خوږیانی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *