ارشیف

تاند- د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې په یوې انتحاري حملې کې نن /شنبه/ دوه تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي. په ټپیانو کې د دوو حال نازک ښودل شوی دی.

تر دې حملې یو ساعت مخکې د هلمند په مرکز لشکرګاه او نادعلي ولسوالۍ کې دوې انتحاري حملې وشوې چې دواړو مرګ ژوبلې اړولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د سهار په ۸ بجې او ۲۰ دقیقې انتحاري بریدګر هغه مهال ځان والوزاوه چې د شش درک په سیمه کې د تلاشۍ په لومړۍ پوسته کې وپېژندل شو.

پولیس فکر کوي چې د انتحاري حمله کوونکي هدف ممکن بل ځای و.

دا په پلازمېنه کې له خونړیو بریدونو څو اوونۍ وروسته لومړنۍ حمله وه.

له بلې خوا د هلمند په لشکر ګاه او نادعلي ولسوالیو کې د ملي اردو ۲ سرتېري شهیدان شوي او ۸ ملکیان او یو سرتېری ژوبل شوي دي.

د هلمند ولایتي اداره وايي چې په لشکرګاه کې حمله کوونکي غوښتل چې له چاودېدونکو موادو سره په مازدا موټر کې د ملي امنیت د ځواکونو مرکز ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو وپېژانده او بریدګر په دروازه کې موټروالوزاوه.

د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې برید کې ۹ تنه ټپیان شوي چې ۸ یې د ښځو او ماشومانو په شمول ملکي وګړي دي.

د چارواکو په وینا د نادعلي ولسوالي په برید کې، چې هدف یې د پولیسو یوه پوسته وه، ۲ سرتېري ژوبل شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفانو تراوسه پورې د حملو په اړه څه نه دي ویلي.

په فراه کې د اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي

له دې جلا تېره شپه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د ملي اردو او طالبانو په جګړه کې د ملي اردو لږترلږه ۱۸ سرتېري وژل شوي او ۲ ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي چې د کنسک اډه یې نیولې او ۲۵ سرتېري یې وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *