تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: د کابل د دشت برچي نننۍ نښتې درې بریدګر له شپږ ساعته جګړې وروسته وژل شوي او نښته پای ته رسېدلې ده.
دغه برید چې نن سهار یوولس بجې او شل دقیقې د عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو له وسله والې نښتې پیل شو، د عامې روغتیا وزارت په قول تر اوسه په کې د ۲۷ تنو مړینه او ۵۵ نورو ژوبلېدل تایید شوي دي.
د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي په یو ټویټ کې دا برید غندلی دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
نوموړي ویلي، ناټو سازمان به د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د دغه برید پر مهال عبدالله عبدالله، محمد محقق، حامد کرزی، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او نور ګڼ سیاسیون موجود وو، خو هغوی له نښتې پیلیدو وروسته له سیمې وتلي دي.
وروسته د افغان ځواکونو تر څنګ بهرنیو ځواکونو هم په یوه نیمه کاره ودانۍ کې پټو بریدګرو پسې عملیات پیل کړل چې شپږ ساعته یې دوام وکړ.
ددی خبر یو مطلب دا هم دی چه ددغه برید پر مهال عبدالله عبدالله، محمد محقق، حامد کرزی، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او نور ګڼ سیاسیون موجود وو، خو هغوی له د حملی د پیلیدو وروسته عام خلک ځای په ځای تروریستانو ته پریښی او دوی د پیښی د ځایه په تیښته بریالی
شوی ، دغه دی د سیاسیونو مقاومت د تروریسم سره ، متآسفانه یو کلتور ګرزیدلی چه نن روځ د مړیو د تلین دمراسمو نه سیاسی او قومی ټیکه داران د خپل مقام او قدرت د پاره استفاده کوی، خو ددغسی غونډو امنیتی خطربیا عامو خلکو ته پاتی وی