Afghan security forces arrive during a fight against Taliban fighters in Kunduz province north of Kabul, Afghanistan, Saturday, Aug. 31, 2019. The Taliban have launched a new large-scale attack on one of Afghanistan's main cities, Kunduz, and taken hospital patients as hostages, the government said Saturday, even as the insurgent group continued negotiations with the United States on ending America's longest war. (AP Photo/Bashir Khan Safi)

تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: دفاع وزارت وايي، د طالبانو لخوا تړل شوې د کابل- بغلان، کابل- مزار شریف او د بغلان – کندوز لویه لار یې ۱۳ ورځې وروسته  پرانیسته.

دفاع وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، په کیله ګي، جرخشک، جنګل باغ او چهار شنبه تېپه کې یې دا مهال د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي او لارې یې هم تېره شپه ترې خلاصې کړې دي.

دفاع وزارت په دغو عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده خو طالبانو بیا څه نه دي ویلي.

وروسته له هغې چې طالبان له پلخمري ښار څخه شاته شول، وسله والو یې د کابل او شمال د نهو ولایتونو لار په کیله ګي او دوشي کې وتړله او هیڅ موټرته یې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله چې له کبله یې مساپر په ستونزو کې ګېر پاتې وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *