خبرپاڼه

دوشنبه ۴ وری ۱۳۹۹

د کابل – بغلان پر لویه لار د وسله والو غلو یوه څلور کسیزه ډله چې له نظامي یونیفورم څخه په استفاده یې د بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه د وسایطو او د سوداګرو د مالونو په غلا کې لاس درلود؛ نیول شوي دي.

تېره ورځ ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په دولت شاهي، بایزید او صوفیان کلیو کې یو لړ اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د غلو یوه څلور کسیزه ډله تر پېژندنې وروسته نیولي دي.

له یادو کسانو څخه څلور قبضې تفنګچې، یو شمېر نظامي مهمات او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *