تاند، جمعه، د حمل ۲۲مه: د کابل تر ټولو خونړۍ او د هدفي بریدونو ځاله سیمه پنځمه ناحیه کې په موټرسایکلونو تګ راتګ باندې بندیز ولګېد.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، پلټنو یې ښودلې ده چې تر ټولو زیاتې هدفي وژنې، تروریستي بریدونه او جنايي جرمونه د کابل په پنځمه ناحیه کې ترسره کېږي نو له همدې کبله یې په دغه سیمه کې د موټر سایکل په سورلۍ کلک بندیز وضع کړ.

دغه وزارت د پنځمې ناحیې خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې تر امر ثاني پورې دې په سیمه کې له موټرسایکلونو سره هر ډول تګ راتګ بند کړي، که نه نو د سرغړونې په صورت کې به پولیس له هر هغه چا څخه موټر سایکل ضبط کړي چې ورسره ونیول شي.

پنځمه ناحیه د کابل په لویدیځ کې د کابل – میدان وردګو پر لاره پرته سیمه ده چې په دې وروستیو کې ګڼې هدفي وژنې په کې رامنځته شوې.
تېر ماښام هم د عبدالله عبدالله یو مشاور نعمت الله هوتک په همدې سیمه کې د وسله والو لخوا په ډزو ژوبل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *