تاند- د ارګ په ختیځ کې د وسله والو طالبانو د نن سهار حمله د ټولو حمله کوونکو له وژل کېدو وروسته پای ته ورسېده.

نن/سې شنبه/ سهار شپږ نیمې بجې یو شمېر وسله والو طالبانو د ارګ له ختیځ لوري یا شش درک څخه د ولسمشرۍ د ماڼۍ او څو نورو دولتي ودانیو لور ته د درنو او سپکو ډزې وکړې.

د راپورونو له مخې حمله کوونکو ارګ او اریانا هوټل ته د تللي سړک په امنیتي دروازه کې له ساتونکو سره جګړه پیل کړه.

په دې سیمه کې د سي آی اې دفتر دی او ویل شوي چې په جګړه کې د سي آی اې امریکايی ساتونکو هم برخه لرله.

د کابل د پولیسو د قومندان ایوب سالنګي په وینا د ساتونکو د مقاومت په نتیجه کې دوه- درې حمله کوونکي ځای پر ځای ووژل شول.
AFGHANISTAN-UNREST-BLAST
په سیمه کې لږترلږه د لسو چاودنو ږغ اورېدل شوی دی. ګومان کېږي چې چاودنې به د ځانمرګو وي.
د ولسمشرۍ د دفتر سرچینې وايي چې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ هیڅ ګولۍ نه ده لګېدلې.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي چې ممکن په دې نښته کې دوه یا درې امنیتي ځواکونه هم وژل شوي وي.

خبریالانو له جګړې وروسته په سیمه کې یو سوځېدلی موټر لیدلی خو نپوهېږي چې دا موټر په حمله کوونکو پوري تړاو لري که په امنیتي ځواکونو پوري.

تر برید مخکې یو شمېر خبریالان د امریکا د سفارت او د ولسمشرۍ د ماڼۍ مخته راټول شوي ول چې د ولسمشر کرزي او جیمز ډابینز په ګډه خبری غونډه کې ګډون وکړي.
2
ډابینز، چې پرون له دوحې څخه راغلی و، نن پاکستان ته روان شو چې په قطر کې د افغانستان د سولې د وروستي بهیر په اړه د دغه هیواد له چارواکو سره هم خبرې وکړي.

2 thoughts on “د کابل حمله د بریدکوونکو په وژلو پای ته ورسېده”
  1. طالبان سر تيري بړېځې دي دوی خپل سرونه په لاس کې نيولي او ځانونه يې قرباني کړل خو دمذدور دولت يي هم
    درې نفره وژلي دي ، امکان لري لا نور هم هم ډېر وي !

    کرزی اجنټ ترې خلاص شه ! طالبان دالله دنوم بړېځي هروخت هر چيرته لاسپوځی اجنټ دولت وهلی شي
    او که د صليبيانو هوايې مرسته ته نوي په دريو مياشتو کې يې بيرته کلاب ته شړي !

  2. داخوهرچاته معلومه ده چه غواتوره ده اوشیده یی سپین دی خو نه پوهیږم چه دافغانانوسرپری ولی نه خلاصیږی ،
    دامریکا له خوا یوجوړشوی فلم وو چه دنصیرالله بابراوبی نظیری په واسطه یی طالبان پیداکړل، ټول افغانستان یی پری ونیوه او بیا یی ښه پلان سه یی د ۹/۱۱ واقعی وکړی ترڅو چی منځنی اسیاته ځان راورسوی او هغه یی د طالب په موجودیت کی وکړ، بیایی دتروریست نوم ورپوری کړ او افغانستان ته داخل شول، کرزی یی ګوډاګی راوسته او دادی هم دچانه پټ نه وی چه طالبانو ته امریکایانوپه سلاح ورکوله او له بلی خوا تورمخو تربیت ورکاوو چه وزنی افغانان دی هسی هم د۳۰ کالونه مری کم نه شو .
    خبره نه اوږدوم چه دلوستونکودردسرنه شی. خولنډه داچه قطرکی یی اوس دفترورکه کوم هیواد کی چی دامریکا دټولو نه لویه اډه ده، او او اوس چه کرزی ته احساس شوی چه والله دی امریکایانوخوزه استعمال کړم نو چه لږځان وخوزی او د زاړوبادارانوپسی څه ووای نو طالب ته وای ورزه پری لکه ترارګه یی چی ورسول. یاره بس به یی کړم تاسوخپله قضاوت وکړی او دافلم ترپایه وګوری چه یخ شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *