تاند- د جمعې په ورځ په کابل کې د ناټو ځواکونو د وسایطو پر کاروان د وسله والو طالبانو حمله له یوې نسبتاً اوږدې مودې چوپتیا وروسته په پلازمېنه کې د دې ډلې لومړنی برید و.
دا برید، چې د یوه ځانمرګي له لوري د موټر په وسیله وشو او ورپسې ډزې هم تبادله شوې، د جولای له میاشتې را په دې خوا په پلازمېنه کابل کې لومړنی نسبتاً لویه ګڼل کېږي.
د پولیسو په وینا په برید کې دوه ملکي افغانان ووژل شول او د ماشومانو په شمول څلور نور ژوبل شول.
پولیسو په برید کې د وژل شویو طالبانو په اړه څه نه دي ویلي.
د وسله والو طالبانو یوه ویندوی له حملې وروسته د هغې مسوولیت په غاړه واخیست.
د مازدیګر شاوخوا پنخه بجې وې چې پلچرخي ته نژدې د بهرنیانو د استوګنې (زرغون کلی) د سیمې په خوله کې د ایساف ځواکونو د نقلیه وسایلو پر کاروان د موټر په وسیله برید وشو.
د کابل د پولیسو یوه چارواکي وویل:«لومړی د زرغون کلي په خوله کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې د بهرنیانو دوه یا درې وسایط ویجاړ شول.»
دغه پولیس چارواکي د بهرنیانو د ملیت په اړه څه ونه ویل.
خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې خبر ورکړ چې دا برید په یوه مهمه سیمه زرغون کلي کې پر بهرنیانو شوی دی.
تر دې مخکې لا په کابل کې د یوې مهمې حملې په اړه اوازې خپرې شوې وې او جرمني په کابل کې خپل سفارت د استخباراتي معلوماتو پراساس له تېرو څو ورځو راهیسي بند کړی دی.