عبدالمنان توحیدیار

ځينې شونې ده فکر وکړئ چې د ذبیح الله مجاهد ردول به طالب ته برأت ورکړي چې په کابل کې د واده پر مراسمو برید دوی نه دی کړی، شونې ده د نن ورځې تر پایه طالب ددې برید امتیاز د داعش او نورو ترهګرو ډلو په ګډون کومې بلې ډلې ته ورکړي.

خو هغه څه چې ښکاره دي ورته ټول وحشیانه بریدونه چې ملکي وګړي پکې تلف کيږي او پر حکومت ددې له امله چې امنيت نشي نيولی، کشفي ادارې کمزورې دي، سوله باید وشي او …. فشار راوړي. دا چې په وروستیو ورځو کې ډنډورې خورې وې چې نور امریکا پر طالبانو بریدونه نه کوي خو برعکس پر طالبانو د افغان ځواکونو چاپې ډيرې شوې او دوی يي وارخطا کړل طالبانو ته دا خبره ثابته شوه چې که امریکا عملیات او برید هم ونکړي په نظام کې هم دا قوت شته چې په تر ټولو لرو پرتو سیمو کې پر دوی چاپې ووهي.

طالبان په ډير شدت سره کار کوي چې عامه اذهان د ځان په ګټه را وڅرخوي، په افغانستان کې د ننه ان په هغه سیمه کې چې طالب پکې واکمن دی هم ذهنيت د طالب پر ضد دی، د نظام مزایاوې خلکو لیدلي دي له دې امنيتي او اداري ستونزو سره سره هرچیرته چې ولس سرتیري ويني او د نظام بیرغ ويني د سکون احساس کوي خو برعکس په هره لاره چې طالبان، داعش او نور ترهګر تيريږي هر سړی ډاریږي چې داسې نه شپه راکره وکړي، د دولتي کارکونکي او جاسوس په نوم مې سر غوڅ نکړي، ډوډۍ رانه ونه غواړي او بې عزته مې نکړي.

په کابل کې د بیګاه شپې برید تر ډيره تیرو پيښو ته په کتو له طالبانو پرته بل هيڅ چا هم نه دی کړی، دوی غواړي يو ډول عامه ذهنیت ته دا وښيي چې حکومت ددوی پر وړاندې نشي دریدای او که احيانا ودريږي شونې ده تر دې ډير قتل عام وکړي،طالبان چې کله هم برید کوي حالت ته په کتو مسولیت اخلي، پر انټرکانټيننټال هوټل د وړم کال برید دولس ساعته طالبانو پر غاړه وانخیست خو چې کله پوی شول چې لږ تر لږه ملکي بهرنیان پکې شته دستي يي مسولیت واخيست،په پل محمود خان کې پر برید هم تر ډيره چوپ وو خو وروسته يي چې مسولیت واخيست او په پای کې پوی شول چې اصلی هدف يي نه دی ويشتلی او زیان ملکي وګړو ته اوښتی دی کابل ميشتي مبلغین يي لګیا وو چې ذهنيت بل لوري ته کړي.

په وروستیو ورځو کې هره شپه تقریبا تر سلو ډير بریدونه پر طالبانو کيږي په کوټه کې پر هبت الله برید، په کندهار کې د صدرابراهيم وژل کیدل او د سولې په تړاو د دوی تر منځ خپل منځي ستونزې هغه موارد دي چې هر افغان يي په اړه پوښتنه کوي،ولس خو څه کوي وسله په لاس طالب هم اوس په دې فکر کوي چې زه کوم ارمان ته لګیا ووم او څه راسره روان دي، دوی پر مطلق ملکي ځای د ورته برید په کولو سره غواړي تبليغاتي مسير بدل کړي، غواړي د کوټې برید هیر شي، غواړي پر دوی شپنۍ چاپې او مرګوني تلفات يي د جنګيالیو ذهني توازون ګډ وډ نکړي.

موږ ته په کار دي چې د وخت حساسيت ته په کتو له دې سره سره چې د شپيته تنو شهادت او د يو نيم سلو ټپي کيدل آسانه نه دي چې وزغمل شي خو خبره باید داسې وکړو چې د سرتیرو پر روحيه اغيز ونکړي او پر ترهګرو راغلی فشار کم نه کړي.

د جګړې رواني اړخ په ډير جديت سره طالبانو بایللی دی، که د داعش تبلیغاتي پاڼې وګورئ طالب نور دوی ته ځواب نلري او په ډيرو ولايتونو کې له ډيرو طالبانو سره پاکستان مخکې له مخکې لا خبرې روانې کړي دي چې که له امریکا سره احیانا د سولې تړون وشو ستاسو انتخاب باید داعش، لشکر طيبه، القاعده اونورې ترهګرې ډلې وي او که ثبوت غواړئ له سعد امارتي بیا تر مولوي اسلم فاروقي او دې نورو داعشیانو پورې يي در حساب کړئ چې ټول طالبان وو او د داعش په ننګه يي ځينې وژل شوي دي او ځينې لاهم لګيا دي او جګړه کوي.

د وخت حساسيت مه هيروئ په کوټه کې پر طالبانو برید مهم مورد دی، د دوی چيغې او وارخطايي هر طالب په دې پوی کړی دی چې وروستۍ پريکړه دوی نه بلکه هغه کوي چې امارتي ايډيولوژي يي رامنځ ته کړې، پردۍ ميندې يي بورې کړې، ورور يي له ورور سره او کلیوال يي له کلیوال سره په بدي واړاوو.

استخباراتي جګړې ورته ناولتوبونه لري، هغه طالبان چې نن په کابل کې ناست دي، موټرې، کورونه، دفترونه او شاهانه ژوند لري، هغه طالبان چې په قطر کې  سره او سپين ګرځي او وروستي ماډل موټران يي تر پښو لاندې دي دوی دا امتيازات په کار، تجارت او حلاله هڅه نه دي ترلاسه کړي بلکه دا هغه استخباراتي ناولې پيسې دي چې زموږ د وژنې او قتل عام په بدل کې دوی او د دوی په شان پردي پالو ته ورکول کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *