د مالیو د زیاتېدو په اعتراض کې د کابل دوکانونه

تاند- د کابل ښار سلګونو دوکاندارانو د مالیو د زیاتېدو په اعتراض کې دوکانونه بند او لاریون یې وکړ.

حکومت په وروستیو کې اعلان کړی چې له دوکانونو څخه به د سودا مالیه اخلي.

یو شمېر دوکانداران نن د مالیې وزارت مخته راټول شول چې خپل اعتراض دغه وزارت ته څرګند کړي او یو شمېر نورو د کابل په نوي ښار کې لاریون وکړ.

د مالیې د زیاتېدا په اعتراض کې نن د کابل د منډيي اکثره عمده پلورنځي بند دي.

دوکانداران وايي چې حکومت مالیه څه باندې ۳۰۰ فیصده لوړه کړې ده خو دا په داسي حال کې ده چې حکومت خلکو ته ابتدايي خدمات نه شي وړاندې کولی.

دوکاندارانو همداراز حکومت په دې ملامت کړ چې بې روزګارانو ته کار نه شي برابرولی او د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *