تاند- د کابل ښار د الیکترونیکي وسایلو په یوه مارکیټ کې ماښام ناوخته اور ولګېد چې د شپې تر ناوخته پورې ورڅخه لمبې پورته کېدې.
شاهدان وايي چې د پلازمېنې په زړه کې د نادرپښتون واټ په خیرخواه مارکیټ کې د ماښام په ۶ بجې اور بل شو چې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې لا نه و وژل شوی.
د اور لګېدو کره علت لا نه دی څرګند خو ځینې شاهدان وايي چې په یوه دوکان کې د برښنا شارتي سبب شوه چې اور ولګېږي او شاوخوا دوکانونو ته خپور شي.
په کابل کې هر څه موده وروسته د دوکاندارانو د بې پروایۍ او حفاظتي تدابیرو ته د نه پاملرنې له کبله دا ډول اورونه لګېږي چې په نتیجه کې یې ګڼو سوداګرو ته سخت مالي زیانونه اوړي.
د نادرپښتون واټ د خیرخوا مارکیټ شاوخوا سیمه پولیسو او د اطفایې مامورینو کلابنده کړې ده او هڅه کوي چې اور مړ کړي.
شاهدان وايي چې د اوروژنې موټر له پېښې څو شېبې وروسته ورورسېدل.
خیرخوا مارکیټ درې پوړه دی او اکثره دوکانونه یې د کمپیوټرونو، فریجونو او نورو قیمتي الیکترونیکي وسایلو دي.
شاهدان وايي چې ځینې دوکانداران توانېدلي چې خپل یو شمېر وسایل وباسي.