تاند، دریم او وروستی تعقیب: کابل کې د ملي دفاع وزارت پر یو لوژیستکي مرکز د طالبانو نننی برید د پنځو بریدګرو، یو ملکي او شاوخوا ۱۰۰ کسانو په ټپي کېدو پای ته ورسېد.
برید نن سهار اته بجې او پنځوس دقیقې پل محمود خان او ګلبهار ټاور ته څېرمه د شپاړسمې حوزې په اړونده سیمه کې هغه مهال پيل شو چې لومړی یو موټربم درنه چاودنه وکړه، وروسته وسله وال د دفاع وزارت یو لوژستیکي مرکز ته ننوتل او امنیتي ځواکونو سره یې نښته پيل کړه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله د پېښې د ټپيانو شمېر ۱۰۰ کسه ښودلی دی چې زیاتره یې ملکیان او ماشومان دي.
دغه راز پوهنې وزارت ویلي چې پېښه کې یوازې ۵۰ ټپي ماشومان د عزیز نمبر دو او ستاره ښوونځي زده کوونکي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي شاوخوا څلور نیمې بجې رسنیو ته وویل، امنیتي ځواکونو پنځه واړه طالب بریدګر راپرځولي او وژلي یې دي.
بلخوا طالبانو د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلی يې دي د ملي دفاع وزارت پر لوژیستکي او انجینري مرکز برید کې يې ګڼو وسله والو ونډه اخیستې وه.
طالبانو افغان ځواکونو ته هم د زیاتو تلفاتو اړولو ادعا هم کړې ده.
په داسې حال کې چې د طالبانو یو شمېر استازي د قطر دوحه کې له امریکایانو سره په مذاکراتو بوخت دي.
