تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د ګرين ويلیج په نوم کمپ باندې د تېرې شپې چاودنه کې، چې ۱۶ تنه یې وژل او ۱۱۹ تنه نور ټپيان کړل، تازه د همدې سیمې اوسیدونکو اعتراضیه لاریون را ایستلی دی.
په ګرین ویلج سږني کال کې دا دوهم ځل دی چې وسلوال برید کیږي، پر دغه کمپ د طالبانو پروني ټراکټور بم برید د خلکو سخت غبرګونونه پارولي او په وینا یې چې د استوګنې د کورونو له منځه باید دا میلمستون وایستل شي.
دوی پخوا هم په ګرین ویلیج کې له چاودنو وروسته مظاهرې کړې وې او له استوګنو سیمو یې د دې کمپ د لرې کیدو غوښتنه کړې وه .
لاریون د ګرین ویلج د لویې دروازې مخ ته پیل شوی او دغه سیمه کې یې د کابل جلال اباد سړک تړلی دی