تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی چې نن /جمعه/ او سبا /شنبه/ دې د هیواد ملي بیرغ د سې شنبې د تروریستي حملې د قربانیانو د درناوي په خاطر نیم ځوړند وي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا اقدام د ترهګر برید د شهیدانو او ټپیانو مقام ته د احترام په دود په هیواد کې دننه او له هیواده دباندې کېږي.
ولسمشر غني له دیني عالمانو غوښتي چې د جمعې تر لمانځه وروسته په جوماتونو کې د قرآنکریم ختمونه وکړي او د شهیدانو روح ته دعاوې وکړي.
د کابل د سې شنبې ورځې په تروریستي برید کې ۶۴ تنه ووژل شول او ۴۷۳ نور ژوبل شول.
د دغه برید له کبله د افغانستان اجرايي ريیس پاکستان ته سفر وځنډاوه خو لا هم د افغانستان حکومت رسماً پاکستان په برید کې د سختدریځو په ملاتړ تورن کړی نه دی.
حکومت مو له پنجشیر یانو ډاریږی او چاپلوسی ورته کوی او ولس مو له حکومت څخه ، لکن لدی ډول څخه خو ډیری زیاتی بګنونکی او خواشینونکی پیښی په هیواد کی هره ورځ را منځ ته کیږی ، خوڅوک یی پوښنته هم نه کوی . دلته څرنګه چه د حاکمی طبقی خپلوان مړه دی ، نو اوس له دیرو احساساتو څخه یی بلکل عقل له لاسه ورکړی ،داسی بیانی ورکوی چه د دنیا له هیڅ موازینو سره اړخ نه لګوی