تاند- د کابل د پرونیو تروریستي حملو د شهیدانو شمېر ۲۲ او د ټپیانو ۱۲۰ ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن /پنجشنبه/ وویل، د دغو حملو اکثره قربانیان ملکي وګړي دي.

د روغتیا وزارت ویندوی اسماعیل کاووسي نن تایید کړه چې د کابل د دواړو حملو په نتیجه کې ټولټال ۲۲ تنه وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په همدې حال کې د هند دفاع وزیر منوهر پاریکر نن وویل چې د کابل په حملوکې ممکن له کیمیايي موادو کار اخیستل شوی وي.

ده وویل چې د افغانستان د شمال او جنوب د وروستیو حملو په اړه دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې په هغو کې مرموز کیمیايي مواد کارول شوي دي نو اټکل کوي چې د کابل په پرونیو حملو کې به هم له کیمیايي موادو استفاده شوې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *