وروستی خبر وايي چې افغان پولیسو په پاملرنه موسسه کې وروستی ترهګر هم وواژه او دا حمله یې، چې تېره شپه په ۱۱ بجې او ۱۵ دقیقې پیل شوې وهو پای ته ورسوله.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، امنیتي ځواکونو د ۱۰ بهرنیانو په شمول ۴۲ تنه وژغورل.

صدیقي وویل چې په دې برید کې یو تن ملکي وژل شوی او ۶ نور ژوبل شوي دي.

همداراز په دې برید کې ۳ ترهګر وژل شوي دي.

د کابل د تېرې شپې حمله لا پای ته نه ده رسېدلې، ډزې او چاودنې اورېدل شوي

تاند- د کابل ښار په زړه کې د پاملرنې په مرستندویې موسسې د وسله والو ترهګرو حمله، چې تېره شپه ۱۱ بجې پیل شوې وه، لا پای ته نه ده رسېدلې.

راپورونه وايي، ترهګرو لومړی د دې خیریه موسسې مخته چاودنه وکړه، بیا ودانۍ ته ننوتل.

مخکې ویل شوي و چې وسله وال ترهګر یوه مېلمستون ته ننوتي دي.

2نیمه شپه د څو ساعتونو په مخه ډزې ودرېدلې خو نن (سې شنبه) سهار بیا ډزې پیل شوې.

همداراز څو چاودنې هم اورېدل شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس وايي، د پاملرنې موسسې په حمله کې لږترلږه یو ملکي وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې تراوسه پوري د یوه تن وژل کېدا او د ۶ نورو ټپي کېدا تاییدوي.

دا وزازرت وايي چې امنیتي ځواکونو له ودانۍ څخه ۳۱ تنه روغ ایستلي دي.

نن (سې شنبه) سهار
نن (سې شنبه) سهار

رویټرز خبري اژانس وايي، د پولیسو یوه چارواکي ورته ویلي چې د پاملرنې موسسې ودانۍ ته ۲ تنه تروریستان ننوتي او جګړې ته دوام ورکوي.

امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې په ودانۍ کې د وسله والو ترهګرو د پټېدو ځای ومومي.

۲ځیني راپورونه وايي چې په دوو حمله کوونکو کې یو وژل شوی او بل لا هم ډزې کوي. خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي چې تراوسه پوري د حمله کوونکو ترهګرو د شمېژر په اړه څه نه شي ویلی.

تر دې مخکې پرون په مرادخاني سیمه کې په انتحاري بریدونو کې د اردو د یوه جنرال او د پولیسو د دوو قوماندانانو په شمول نژدې ۳۰ تنه ووژل شول او ۹۱ نور ژوبل شول.

One thought on “په کابل کې پر پاملرنې موسسې برید د ترهګرو په وژلو پای ته ورسېد”
  1. تر خو چی د افغا نستا نه به قد ړت دا تو ل غاا صبان نه وی ورکشو ی دا بد بختی به روانه وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *