تاند – یوه ځان وژونکي نن ماښام ( جمعه) د کابل په ښار کې د پولیسو اکاډیمي په نښه کړه. دا چاودنه هغه مهال وشوه چې زده کوونکي خپلو ځایونو ته ستنیدل. دا چاودنه په ۲۴ ساعتونو کې دوهمه یوه ده چې لومړۍ یوه یې د شاه شهید په سیاه سنګ سیمه کې تیره شپه د موټر بم په واسطه وشوه او ۱۵ تنه یې ووژل. د شاه شهید د چاودنې د ټپیانو شمیر په لومړیو کې ۴۰۰ یادیده خو بیا د ورځې په وروستیو کې د ټپیانو شمیر نژدې ۳۰۰ یاد شو.

د شاه شهید چاودنه په کابل کې د تخریب له پلوه په تیرو نژدې ۱۴ کلونو کې بې سارې وه او ګڼ کسان په خپلو کورونو کې د کړکیو او دروازو د ماتیدو له امله ټپیان شول.

سهار چې کله ولسمشر اشرف غني له جرمني کابل ته ستون شو نو د شاه شهید د چاودنې د ټپیان حال یې په روغتون کې واخیست. ولسمشر غني په جرمني کې د پښې علمیات وکړ او په روغتون کې یې رسنیو ته وویل چې د دې ظالمانه پیښې تحقیقات به وکړي.

طالبان چې تل د دا ډول بریدونو مسوولیت مني او دستي له داسې خونړیو پیښو وروسته اعلامیې خپروي څه یې نه دي خپاره کړي، خو د دوی یوه مسوول ملا عبدالمنان نیازي ازادي راډیو ته وویل چې دا کار د دوی ملګرو نه دی کړی او که داسې چا کړی وي چې د دوی له طالبانو سره ارتباط لري، نو هدف یې د طالبانو بدنامول دي.

عبدالمنان نیازي زیاته کړه چې د شاه شهید د چاودنې مسوول کسان باید محاکمه شي.

د افغانستان حکومت ویلي دي چې د شاه شهید چاودنه د دې لپاره طالبانو کړې ده چې په دې ډول غواړي چې له خپل منځي اختلافاتو او د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د دوی د وروستیو ماتو له کبله د عامه خلکو ذهن په بله واړوي.

د پولیسو پر اکاډيمي د ځان وژونکي برید د تلفاتو په اړه څه نه دې ویل شوي. البته وړمه ورځ چې کوم ځان وژونکی برید د لوګر په مرکز پل علم کې شوی و د هغ�� مسوولیت طالبانو اخیستی و.

4 thoughts on “د کابل د حملو وروستي جزییات”
  1. چی دا طالبانو نده کړی نو چا وکړه
    که طالبانو نوی کړی نو بیا ولی نن ټکی اسیا لیکلی وه چی کابل کی ۴۰۰ تنه ووژل شول
    څو ورځی مخکی د دفا وزیر ناری وهلی چی د افغانستان سره کوم عمل وشو همغه عمل به دپاکستان سره کیږی
    چیری ده نن هغه د دفا وزیر نه یی یو عکس ښکاره شو نه یی کومی میډیا کی څه وویل نه یی د افغانانو غم کی شریک شو نه د هغوی په درد ودردیده نه یی د زخمیانو احوال واخیست
    دا ملت چی نن وژل کیږی دا مصولیت د لوړ پوړو چارواکو ده
    ولی استخباراتی کړۍ په کار نه اچوی
    ولی د امنیت په ټنګښت کی کمزوری دی ۲۴ ساعته کی دوه چاودی ۴۰ ساعته کی دری چاودنی سبا دی الله خیر کړی له هری یوی جنازی سره به لس جنازی د ملکی خلګو بی ګناه افغانانو معصومه بچیان قتلیږی ای د ارګ په چوکۍ ناستو نس مارانو تاسو او خدای لیږ مو ګریوان چیری کی چی او کته پکی وګوری لیږ ددی میلت غږ واوری خپله وجدانی وظیفه تر سره کړی د سولی نازی وهل کیږی خو حالات مخ په خرابیدو دی که سوله څوک نه غواړی مزاکرات خو کولی شی خپل غږ مو تر ملته ورسوی چی هغوی څه کوی که دومره هوښیار یاست نن ولی دا هوښیاری په وینو رنګ شوه ولی یوازی پښتون وژل کیږی ولی د افغان ولس وینه دومره ارزانه سوه لیږ خدای ته وګوری لبږ له خدایه ویره وکی هر هغه چا چی دا عملیه کړی یا یی کوی ای لویه ربه ته دی خپل غزب پری راوله
    داسی څوک به پیدا نشی چی میډیا کی زما پوښتنو ته ځوابونه راکړی او په یوه رسنۍ کی مخامخ خبری راسره وکړی
    د ګل کابل د خوږ معصوم کابل غم زموږ غم ده
    دا سیتــم ګرو چی زموږ کلی پرهر، پرهر کو
    خدایه هر غم می د هغوی په دیوالو پوری کـه
    #حــــــنانزاده سعودی عرب

  2. له یوې خوا ملکي خلک تر برید لاندي له بلي خوا وایي چې دا برید موږ نده کړی
    طالبان دي په یوه خبر سر خلاص کړي هغه دا چې نور یې په افغانانو کې خپل محبوبیت صفر ته راښکته شوی او دوۍ هم په دې خبره پوهه دي چې تر هغه وخته به مو په بدن کې ساه چلیږي چې ټوپک مو پر اوږه او پردي زوی ته تر ملا بم ورتړي
    په کومه ورځ چې یې ټوپک له اوږې کوز شو د سپي په مرګ وژل کیژي
    ځکه د عامو خلکو په وژنه خپل ساتي
    افغانان دي حوصیله له لاسه نه ورکوي
    د دشمن مو دا وروستی زور ده په دې سره غواړي چې اولس د دولت په مقابل کې را پورته کړي او د سر ساتني امتیاز تر لاسه کړي
    اولس ته مو دا پېغام ده چې د خپل مشرپه شا کې ودریږۍ د هغه ملا وتړۍ دشمن مو د ورکیدو په حال کي ده

  3. دا هغه بي ناموسه طالبان دي چي ښځي يې له پاکستاني پوځيانو سره پرتې دي او که دوى د هغوى خبرې و نه مني نو بيا له ښځو سره معاملې کوي. د بيگناه افغانانو په وژنو باندې دوى آفتخار کوي. ستاسو د هغه موردگآو ملا عمر او د هغه کوس فروش پاکستاني چلوانو خاندان په خرو او سپانو وغ….
    له افغآن حکومت نه د ڼتقام غوشتونکي يو

  4. زموږ د وینو او زموږ د توری ورځی او ناخوالو جواب به د آخرت په لویه ورځ همدا انګریز او د هغوی احمق مزدوران ( طالب او پنجابی او وهابی او سلفی خر) ورکوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *