تاند- سعودي عربستان هم د هغو هیوادونو او موسسو په ډله کې شامل شو چې د کابل او کونړ د شنبې د ورځې تروریستي بریدونه یې غندلي دي.

د عربستان د رسمي خبري اژانس (SPA) د راپور له مخې، په ریاض کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوې رسمي سرچینې وویل چې د سعودي عربستان شاهي حکومت په کلکه د افغانستان د پلازمېنې کابل او د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد ترورستي بریدونه غندي او ناوړه یې بولي.

د وروستیو راپورونو له مخې د کابل د تېرې ورځې په تروریستي برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل شوي دي.

د کونړ په ترهګر برید کې ۱۱ وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

ویل شوي چې د دواړو بریدونو د ځینو ټپیانو حال نازک دی او ښايي چې د تلفاتو شمېر زیات شي.

د کابل او کونړ په حملو کې ماشومان او ښځې هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم دا بریدونه په کلکه غندلي دي.

ملګروملتو دا بریدونه غندلي دي.

2 thoughts on “د کابل د حملې د تلفاتو شمېر ۱۵ تنو ته ورسېد”
  1. د ټولو تر مخه دی الله پاک دغه بیګناه شهیدانو ته جنت فردوس په نصیب کړی او بیا د الله پاک ددی عمل سر ته رسوونکو ته دوزخ په نصیب کړی او الله دی غبیح مجاهد کور وران کړی او اولاد یی د خدای د بل در ته احتیاج کړی ځکه دا خایٌن ډیر په افتخار وایی چی دا موږ کړی د یو کس لپاره په لسګونه کسان وژل کیږی او همیش د پاکستان کړنی پر ځان تپی او موږ هم پوهیږو چی اوس هم د استخباراتی شبکی په کوم مرکز کښی ناست یاست ډیر بیغیرته یاست طالبانو پاکستان درنه وطن او تن غواړی او تاسی یی زمینه سازی کوی جهاد داسی وړه کیسه نده الف سر چپه لیکی فقط خپلو زلفو او د سترګو تورلو ته خوشحاله یاست خدای مو غرق کړه سپږنو

  2. څوک چی داسی عملونه سرته رسوی دا ټول خرڅ شوي خلک دي
    دو نه پوهیږي چی د چا د ګټو لپاره خپل افغانان قتلوي

    الله ج د ورته هدایت وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *