تاند- د کابل د تېرې شپې (پنجشنبه) د تروریستی حملې مسوولیت داعش په غاړه واخیست.
د وروستیو راپورونو پر اساس په دې برید کې لږترلږه ۲۰ تنه پولیس او ملکیان شهیدان شوي دي.
همداراز تر ۲۵ ډېر نور ژوبل شوي دي.
د حملې اکثره قربانیان د ملي پولیسو غړي دي.
له حملې څو ساعته وروسته داعش په اعماق ویبپاڼه کې ادعا وکړه چې د دوی یوه انتحارکوونکي دا برید کړی دی.
د پېښې شاهدان وايي، انتحاري حمله کوونکي د پولیسو یا ملي اردو یونیفورم اغوستی و. د دوی په وینا ځانمرګی پولیسو ته ځان ورنژدې کړ چې د مخدرو موادو او الکولو د کاروباریانو پر ضد په عملیاتو بوخت ول.
پولیسو ته د زیاتې مرګ ژوبلې د علت په اړه ویل شوي چې زیات پولیس په سیمه کې د دې ځای پر ځای شوي و چې که دوکانداران مقاومت وکړي، نو د هغوی د اعتراض او مظاهرې مخه ونیسي.
زه فکر کوم داعش د سیمبول په شکل استعمالیږي، ددې ټولو حملو مسول د پاکستان کثیفه او وحشي ای اس ای ده. افغان بې کفایته دولت که د خپلو خلکو حفاظت نشي کولی نو غلاوې یې ډيرې کړي د سوک ځواب خو په څپیړه ورکولی شي. کله چې پاکستان ته د یوې حملې ځواب په دوو حملو ورکړي بیا به دالخواره خپل لنګ نشي ټينګولی. څنګه چې هغوی د داعش او طالب نه استفاده کوي باید افغان دولت هم د پاکستان مخالفان بلوچ او تحریک طالبان استعمال کړي.