عبدالزاهد تراب توتاخيل

لاندی سېمې ( احمدشابابامېنه، بګرامي، حسین خېل، قلعه محسین، څرخي پل، پکتیا کوټ، هودخېل او شاه وخوا نورې پرتې سېمې) د یو لړ جدي ستونزو سره مخ دي، چې پخوانیو دولتونو هم دې ستونزو ته توجه نده کړې هیله ده چې لاندې ستونزې تر ډاکتر صیب اشرف غني پورې ورسیږي او د یادو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو په حل کولو کې بېړنی اقدام وکړي، خو که اوسنی دولت هم د تېرو دولتونو په شان ددې سیمو ستونزو ته توجه ونکړه، نو دا به پدې معنی وي چې دولت له یادو سیمو سره نه جبرانېدونکی ظلم کوي، اصلي خبرې ته راګرځم په یادو سیمو کې د کابل نیم نفوس استوګنه لري خو دولت نه ورته د روغتیا په برخه کې اونه د تعلیم په برخه کې د پام وړ كار کړی، چې ویلی شم د روغتیا برخه یې په نشت حساب او د تعلیم په برخه کې يې هم چندان د قناعت وړ خدمتونه ندې ترسره کړي. هسې هغه د چا خبره ددې سیمو خلک يې پرې غلط کړي مات ګوډ تعلیمي نظام يې ورته رامنځته کړی، چې نه يې د کتاب د کمبود ستونزه او نه یې د مسلکي ښوونکو د کمبود ستونزه ورته حل کړه. د زده کوونکو د سرپنا ستونزه خو خیر عامه خبره ده، نو پدې اساس که ددې سیمو تعلیمي نظام ته وکتل شي د نور کابل په پرتله ډېر بې خونده دی، په هر حال ددې سیمو اوسېدونکو په همدې تعلیمي نظام هم قناعت کړی، لدې ورها خوا بله جدي ستونزه هم شتون لري چې د یادو سیمو له ښونځیو څخه هر کال په زرهاوو زده کوونکي له دولسم ټولګي څخه فارغېږي، خو لوړو زده کړو ته د امکاناتو د نه شتون له امله لاس رسی نه لري، نارینه ( هلکان ) خو یو څه امکانات په کار اچوي او خپلې لوړې زده کړې ترسره کوي، خو د خویندو لپاره نه دا زمینه برابره ده او نه امکانات لري چې خپلې لوړې زده کړې تر پایه ورسوي، کله چې خویندې له دولسم ټولګي څخه فارغې شي ناهیلې په کورونو کې کیني او د ژوند د هیلو د نه پوره كېدو له امله رنج وړي ځکه لوړې زده کړې يې ارمان وي خو پوره کولی یې نشي، هسې خو ستونزې زیاتې دي، زه به دوه درې مهمې درته یادې کړم:

۱- یادې سیمې د ښار له مرکزي سیمو څخه لرې پرتې دي، دولتي پوهنتون، خصوصي پوهنتونونه او نور د لوړو زده کړو موسسې هم د ښار په مرکزي سیمو کې موقعیت لري چې د لارې د لرې والي، په لارو کې د امنیتي پيښو رامنځته کېدل او د کورنیو د مالي حالت ته په پام کې نیولو سره خویندې  نشي کولی چې له یادو سیمو د ښار مرکزي سیمو ته تګ راتګ وکړي .

۲- د یادو سیمو خلک کلتوري ستونزې هم لري، نه غواړي چې خور، لور يې د  هلکانو  سره ګډې زده کړې وکړي .

نو د یادو ستونزو ته د حل لپاره له اوسني دولت څخه غوښتنه کوو چې د یادو سیمو د اوسېدونکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او ژر تر ژره دې په دولسمه ناحیه کې د خویندو لپاره په معیار برابر د یوه پوهنتون د جوړېدو تشکیل منظور او مربوطه ادارو ته دنده وسپاري ترڅو د پوهنتون لپاره د ځای پيدا کېدو ترڅنګ  ساختماني چارې يې پيل کړي تر څو د یادو سیمو د اوسېدونکو ستونزې حل او د یادو سیمو خلک هم د نورو افغانانو په شان په خپلو لوڼو، خویندو لوړې زده کړې ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *