ذبیح الله خورشیدی

د حکومت بهرنی سیاست له دې امله د ستایلو وړ دی چې ولسمشر غني په لومړي ځل په سیمه کې ګډ ګواښونه او ګډې ګټې سره مشترکې کړې.

دا په بهرني سیاست کې یو لوی او بریالی بدلون وه چې اوس په سیمه کې هر بدلون او تحول د افغانستان سره په همغږۍ رامنځ ته کېږي.

په دې مانا چې  افغانستان خپله په سیمه کې د یو مهم لوبغاړي په توګه کار کوي چې د پاکستان ، ایران ،چین او نورو هېوادونو د شومو اهدافو لپاره  یې کار سخت کړی دی.

په کابل کې وروستي خونړي بریدونه د څو اړخونو مهم دي؟

لومړی : کله چې د افغانستان او سیمې په تړاو د امریکا او غرب تګلارې بدلې شوي او پاکستان داځل په کې د کلک فشار لاندې نیول شوی  اسلام اباد غواړي د فشار کمولو لپاره په افغانستان کې د مشخصو اهدافو لپاره فضاء خونړۍ کړي.

کله چې له ۷ کلونو وروسته کابل ته د امنیت شورا پلاوی سفرکوي دا پاکستان ته په سیاسي لحاظ د زغم وړ نه و ، ځکه چې نړۍ د پاکستان په لوبې اوس ډېره ښه پوه شوې .

پاکستان له دې زیاته وېره درلوده چې په افغانستان کې د دوی د لاس وهنې شواهد به امنیت شورا سره شریک  شي.

نو ځکه د پلاوي له تګ دوه درې ورځې وروسته  په انټر کانټینینټل هوټل وسلوال برید و شو .

له دې خونړي برید یوه اونۍ وروسته صدارت څلور لاره کې موټر بم برید  هغه هم په یوه ډیپلوماتیکه سیمه کې چېرته چې اروپایي اتحادې دفتر هم دی.

دویم: پاکستان د نړیوالو د فشار لاندې دی او افغانستان اوس په نړیواله کچه ښه موقف لري دلته زیاته هڅه همدا شوې چې دا نړیوال باور مات شي.

درېیم : نږدې ورځو کې د کابل پروسې کنفرانس جوړېدونکی دی چې د نړۍ او سیمې د مهمو هېوادونو استازي به په کې برخه واخلي دلته پاکستان وېره لري چې د نړۍ ذهنت او باور به د دوی پرخلاف زیات شي.

 څلورم: طالبان او داعش دواړه د پاکستان د سخت فشار لاندې دي.

پاکستان غواړي هم طالبان او هم داعشیان د حکومت او نړیوالې ټولنې پرضد لا ډېر تحریک کړي.

د دې لپاره چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ مزاکراتو کې پاکستان له یوې خوا زیات امتیاز واخلي او له بلې خوا نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ته زور وښیي.

پنځم بدلون د سولې غیر رسمي خبرې وې چې د پاکستان له مېز لرې د ترکې او چین په مېز جوړې شوې.

دلته پاکستان رول له پخوا زیات تت و.

پاکستان د خپل دام په لومه کې راګیر شوی و نو ځکه د خبرو په جریان کې په اتومات ډول د تاوتریخوالي کچه زیاته شوه.

پاکستان له دې سره په افغان حکومت د خلکو باور راټیټ کړ او له بل پلو یې نړۍ وال وننګول که له دوی سره مرستې نه کېږي نو په سیمه کې به د امریکا ګټې د خطر سره مخ کېږي.

One thought on “د کابل د خونړیو بریدونو عوامل | ذبیح الله خورشیدي”
  1. هرځل چې د سولې خبرې شروع کيږي ، پاکستان په یوډول نه یو ډول سره دا پروسه ناکاموي ، دوي غواړي پدې ترتیب سره د افغانستان د ولس او طالبانو ترمنځ واټن نور هم اوږد شي . د طالبانو لاسونه نور هم د خپل کړېدلی ولس په وینو ککړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *