تاند- یوې ځوانې ښځې، چې خاوند یې د کابل د شنبې د شپې د واده د سالون په تروریستي برید کې وژل شوی و، ځان وواژه.

د کابل د شهردوبۍ هوټل (د ودونو سالون) په انتحاري حمله کې تر ۷۰ زیات کسان ووژل شول. د هغوی په منځ کې یو هم نجیب و. د نجیب جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه خو له دې لږ وروسته د هغه د مېرمنې جنازه په خپل زېږنځای پکتیا کې پورته شوه.

د هغې خپلوان وايي چې د خپل خاوند له مرګه له خبرېدو وروسته یې ځان وژلی دی.

د هغې یو خپل محمد الیاس وايي«کله چې دا پوه شوه چې مېړه یې وژل شوی دی، ځان یې په خپل ټیکري زیندۍ کړ.»

د کابل د شنبې د شپې په تروریستي برید کې تر ۱۸۰ ډېر نور ټپیان شول.

د افغانستان حکومت د دې خونړۍ پېښې په خاطر نن (دوشنبه) د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشنونه تر یوه حده محدود کړل.

د داعش تروریستي ډلې د کابل د برید مسوولیت په غاړه واخیست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *