تاند- د کابل په سرینا هوټل کې د تېرې شپې د حملې په اړه تازه معلومات وايي چې څلور تنه، چې تومانچې یې په جورابو او د بوټونو په کوري (کُري) کې پټ کړي وو، نهه تنه وژلي.

په وژل شویو کې څلور بهرنیان او دوه ماشومان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې حمله کوونکو د شپې په اته نیمې بجې ځانونه له تلاشۍ تېر کړي او له کوچنیو تومانچو سره هوټل ته ننوتي دي.

صدیقي وايي، په وژل شویو کسانو کې د دوو ماشومانو په شمول ۵ تنه افغانان دي. ده وویل چې ماشومان په سر لګېدلي دي.

فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې په کابل کې د دغه اژانس خبریال سردار احمد، د هغه مېرمن او دوه ماشومان د سرینا په حمله کې وژل شوي دي.

او بهرنیان د کاناډا، نیوزیلنډ، هند او پاکستان اتباع دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي د سرینا هوټل ساتونکي په غفلت او بې پروايۍ تورن کړل، ویې ویل چې هغوی له دې سره سره چې د تلاشۍ او چک کولو پرمختللي وسایل لرل، هوټل ته د ننه وتو په مهال له حمله کوونکو سره وسله نه وه موندلې.

له دې حملې مخکې پرون په ننګرهار کې اوو ځانمرګو د پولیسو پر یوه ماموریت یا حوزې په برید کې ۱۰ پولیس او یوه محصل ووژل.

هم د ننګرهار اووه ځانوژونکي او هم د کابل د سرینا پر هوټل څلور حمله کوونکي د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول خو دې بریدونو وښودله چې افغان امنیتي ځواکونه د انتخاباتو په درشل کې له سخت چلینج سره مخامخ دي.

د چهارشنبې په ورځ طالبانو په فاریاب کې ۱۸ تنه ملکیان ووژل او شاوخوا ۴۰ نور ژوبل کړل.

همداراز نن په کندهار کې په یوه چاودنه کې د کندهار د والي د دفتر رييس پروېز نجیب او د خاکرېز ولسوال سخت ټپیان شول. ویل شوي چې د پروېز نجیب، چې هم ډاکتر و او هم خبریال او ژورنالیست ، حال نازک دی.

طالبانو، چې د دې حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی، تر دې پخوا په کابل، جلال اباد او نورو سیمو کې دې ته ورته ډېر بریدونه کړي دي خو د جلال اباد او سرینا هوټل بریدونه چې یو د پولیسو پر ماموریت و او بل په یوه خورا خوندي هوټل، وښودله چې دا ډله لا هم داسي ځایونه چې کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي، په نښه کولی شي.

One thought on “د کابل د سرینا هوټل په برید کې ۹ تنه وژل شوي، د پېښې نور جزییات”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *