تاند- په کابل ښار کې د قوای مرکز څنګ ته د لرګیو په بازار کې اور لګېدلی او د یوې پراخې ساحې دپاسه لوګي او لوخړې لیدل کېږي.
په دې سیمه کې څلور کاله وړاندې هم لوی اور بل شوی و چې په نتیجه کې یې ۶۰ دوکانونه وسوځېدل او د ۵۰ زره ډالرو معادل تاوان یې واړاوه.
په وروستیو کې دا په پلازمېنه کې د اور لګېدو درېمه پېښه ده.
تر دې مخکې په میرویس میدان کې ځدراڼ مارکېټ اور واخیست او تر هغه وړاندې د جولای په نیمايي کې د ښار په مرکزي برخه کې د اور لګېدو له کبله مالي تاوانونه واوښتل.
اکثره دا ډول پېښې د بې غورۍ او بې پروایۍ له کبله کېږي.
تراوسه د کابل د ننني اور د لګېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي خو تر دې وړاندې د ځدراڼ مارکیټ د اور لګېدو علت د برېښنا شارتي بلل شوې وه.