تاند- د کابل انصاري لېسې ته څېرمه د نن سهار په موټربمي چاودنه کې د مرګ ژوبلو په اړه ضد ونقیض راپورونه ورکول کېږي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي وايي چې په دې پېښه کې چې هدف یې د بهرنیو ځواکونو کاروان و، هیڅوک نه دي وژل شوي.

خو د کورنیو چارو وزارت یو ویاند نجیب الله دانش بیا وايي چې مرګ ژوبله پېښه شوې مګر تراوسه څه نه شي ویلی چې څوک وژل شوي او شمېر یې څو دی.

د پېښې په ځای کې شاهدان وايي چې لږترلږه د دوو ملکیانو وژل کېدا تاییدولی شي.

د دوی په وینا یو تن، چې په غرفه کې یې دوکانداري کوله، وژل شوی او غرفه یې یو مخ ویجاړه شوې ده. د دوی په وینا دوهم کس یو لاروی دی.

تراوسه پوري په انصاري لېسه کې په درس بوختو زده کوونکو ته د چاودنې په اثر د مرګ ژوبلو د اوښتو د احتمال په اړه څه نه دي ویل شوي.

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو حمله تایید کړې خو د مرګ ژوبلو په اړه یې څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت ویندوی ډګروال برېن تریبس وویل چې د دوی یو موټر لګېدلی خو په موټر کې د ناټو کوم پوځي ته د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفارت په دغه ښار کې د ملګروملتو پر مرکزي یا نورو دفترونو د احتمالي حملې په وړاندې خبرداری ورکړ.

سفارت وايي، د روان اکتوبر په لومړیو کې یې داسي راپورونه ترلاسه کړي چې سختدریځي د موټر بم او انتحاریانو په وسیله په کابل کې د ملګروملتو پر مرکزي دفتر (یوناما) او یا هم ممکن د دې موسسې پر نورو دفترونو د برید نیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *