تاند- د کابل د مېوو په بازار کې نن /سې شنبه/ ماسپښین مهال پراخ اور بل شوی دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې، اور ګڼ شمېر دوکانونه سوځولي او لا یې هم د وژلو هڅې کېږي.

د کابل د پولیسو ویندوی بصیر مجددي رسنیو ته وویل چې تراوسه پورې د اور د لګېدو علت څرګند نه دی.

په کابل او نورو ښارونو کې عموماً د برښنا د مزو د شارتۍ او یا د ګازو د ډبو د چاودنې له کبله اور بلېږي.

د کابل په منډوي او د لرګو پلورنې په بازار کې په ځلونو اور لګېدلی دی.

خو دا لومړی ځل دی چې د مېوو په بازار کې اور لګېږي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د اور لګېدو په نتیجه کې د چا د ژوبلېدو راپور نه دی ترلاسه شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *