خبر پاڼه

چهارشنبه، د تلې لومړۍ نېټه
د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ښوونځیو د پرانېستو په لړ کې دا دی نن د پوهنې وزرات له لوري د کابل ښار د ناصر خسرو بلخي عالي لېسې نوې جوړې شوې ودانۍ پرانېستله شوه.
د پوهنې ښاغلي وزیر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې په برخه کې ورستي پرمختګونه د پام وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې دا مهال د کابل ښار په ۵۴۵ تعلیمي موسسو کې ۱،۲ میلیونه زده کوونکي د ۳۵ زره ښوونکو له لوري پر زده کړو بوخت دي.
د پوهنې وزیر د هېواد له تعليمي نظام سره د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې تر اوسه ددوی په مرسته د هېواد ډېری زده کوونکي د خوندي تدریسي چاپېریال څخه برخمن شوي دي.
د ناصر خسرو بلخي عالي لېسې نوې دوه پوړیزه ودانۍ ۱۶ درسي ټولګي، ۸ اداري خونې او نورې لازمې اسانتیاوې لري، چې څه باندې ۵ زره زده کوونکو ته یې د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال برابر کړ.
تر دې وړاندې په دغه ښوونځي کې  ۱۴ سوه زده کوونکو تر خیمو لاندې زده کړې کولې.
د ښوونځي پر نوې ودانۍ ۱۴،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د امریکا د متحده ایالتونو له لوري ورکړل شوي دي.
په دغه پروګرام کې د امریکايي پوځيانو یو استازي د افغانستان له معارف سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د دوی مرستې به د تېر په څېر د افغانستان له تعليمي نظام سره روانې وي.
د یادولو ده، چې له دې وړاندې د کابل ښار په ۱۷ مه ناحیه کې د امام اعظم ابوحنیفه ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ هم پرانېستل شوه، چې نژدې ۳ زره زده کوونکو ته یې د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال برابر کړ.
د روان کال تر پایه به په کابل ښار کې د ۱۰۲ پروژو رغنیزې چارې بشپړې شي، چې نژدې ۵۰ زره زده کوونکو ته به د لیک لوست خوندي چاپېریال برابر کړي.

په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *