تاریخ: ۶ قوس ۱۳۹۳
کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل ښار د نهمي ناحيې په مربوطاتو کي سوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندي.
دغه برید چي نن سهار یې د کابل په ختیځ کي زموږ لسګونه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل، د افغانستان د قسم خوړلو دښمنانو د کرغېړنو اعمالو یوه بله نمونه وه.
د پردیو لپاره کارکوونکو کړیو او سړیو په نني برید سره یو ځل بیا خپل بدرنګه څېره او بد نیت، چي د افغانستان د خلکو په مقابل کي یې لري، یو ځل بیا افغانانو او نړۍ ته وښوول.
دوی په دغه برید سره یو ځل بیا روښانه کړه، چي د افغانستان د خلکو په مقابل کي له هیڅ راز منفي فعالیت څخه مخ نه ګرځوي او تل په دې هڅه کي دي، چي د عامو خلکو په هدف ګرځولو سره د هغوی په منځ کي ویره خپره کړي.
زه ددې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، زخمیانو ته د عاجلي شفا او خپلوانو ته یې د لوی خدای له باري دربار څخه جمیل صبر غواړم.
افغان حکومت ژمن دی، چي د ترورستانو د ټولو شومو پلانونو مخه ونیسي او په افغانستان کي ټولو اوسېدونکو ته د هوسا او با امنه ژوند کولو زمینه مساعده کړي.
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته هدایت سوی، چي ددې او نورو ورته پېښو په مخنیوي کي لازم ګامونه واخلي او عاملین یې تر نیولو وروسته د قانون سره سم په سزا ورسوي.