تاند- د کابل د هوايي ډګر پولیسو د مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال سفر ته په دې خاطر خنډ پېښ کړی چې د افغانستان ري اینټري یا د بیا راتګ وېزه یې نه لرله.
دا په داسي حال کې ده چې هره ورځ په لسګونو زره افغانان پاکستان ته بې وېزې تګ راتګ کوي او د افغانستان حکومت د ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه په رسمیت نه پېژني.
نازیه اقبال، چې خاوند یې د ډیورنډ د دې خوا اوسېدونکی دی، پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون ته وویل چې د اګست په اته ویشتمه /تېره پنجشنبه/ افغانستان ته له رسېدو سره سم د کابل په هوايي ډګر کې د پاسپورت او ېزې د چک کولو مسوولانو پاسپورت ورڅخه واخیست ځکه چې د بیا ننوتو (ري اینټري) وېزه یې نه لرله.
د نازیه اقبال د کنسرت منتظم ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې افغان مامورینو د نازیې اقبال مخه ونیوله او ورته ویې ویل چې یو ځل پخوا په همدغه وېزه راغلې او اجازه نه لري چې په استعمال شوې وېزه بیا افغانستان ته راشي.
د نازیې د کنسرت مسوول هیله څرګنده کړه چې دا ستونزه حل شي. ده وویل چې افغان چارواکي به نازیه اقبال ته اجازه ورکړي چې بېرته پاکستان ته لاړه شي او هلته د افغانستان په سفارت کې نوې وېزه واخلي.
ده په عین حال کې وویل چې افغانستان یوازې پنځه ورځې پخوا د وېزې په شرایطو او مقرراتو کې بدلون راوستی دی او دوی له دې بدلونه خبر نه ول.
ورځپاڼې د کابل د هوايي ډګر د سرچینو په قول ویلي چې نازیې غوښتل چې د شنبې په ورځ بېرته پاکستان ته لاړه شي خو افغان چارواکو پاسپورت ورنه کړ چې سفر پرې وکړي.
نازیه اقبال په پام کې لرل چې په کابل کې څو کنسرتونه او تلویزیوني پروګرامونه جوړ کړي.
افسوس زموږ په يو تعداد بيسوده او غلو ديپلوماتانوچي د نړيوالو تجربو څخه بايد ګټه واخلی،نخير دغلا دتجروبو ګټه يي اخيستی،اما نه دديپلوماسی دغنی کيدو په لار کی،دنازيه اقبال ويزه په داخل دهوايي ډګر کی دقونسلی دفتر دلاری نشی اجراکولی ،داسی نړيوالی تجربی شتون لری چي په هوايي ډګر کی دويزی مارکه وهی او بيا دخول يا دننه کيدو حق تر لاسه کوی. دبهرنيو چار دقونسلی شعبی څخه هيله ده چي دبهرنی پرواز په وخت ديو ساعت لپاره خپل وخت په هوايي تر مينل کي تير کړی اودا مشکل به دتل لپار حل شی ،دقونسلی دوظايفو درسی کتاب ته مراجعه وکړی