تاند- د کابل ښار د تایمني په څلور لاره کې د ودونو په یوه سالون کې نن سهار شاوخوا نهه بجې اور ولګېده.
د اطفایې موټرونه د پېښې ځای ته رسېدلي او هڅه کوي چې د همسفر په نوم د ودونو په سالون کې اور ووژني.
تراوسه پوري د اور لګېدو دقیق علت نه دی څرګند خو ځیني شاهدان وايي چې د ګازو د ډبې د چاودنې په اثر اور بل شوی او ځیني نور وايي چې د برېښنا د شارتۍ په وجه اور لګېدلی دی.
تر دې دمه د مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه هم څه نه دي ویل شوي خو دې ته په پام چې پېښه د ورځې شوې ښايي د اور د لګېدو له کبله څوک نه وي ژوبل شوي.
په وروستیو کلونو کې په کابل کې لویې ودانۍ زیاتې جوړې شوي خو د بیړني حالت په مهال اضطراري لاره یا زینې نه لري.