تاند- د کابل پر پارک پلس مېلمستون د طالبانو د تېرې شپې په حمله کې ټولټال ۱۴ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۹ تنه بهرنیان دي.

طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې د دوی یوه تن په دې برید کې برخه لرله خو امنیتي ځواکونه وايي چې درې حمله کوونکي یې په اوو ساعتونو کې وژلي دي.

د راپورونو له مخې په وژل شویو کسانو کې نهه تنه بهرنیان دي چې ۷ یې نارینه او ۳ ښځې دي.

مخکې د وژل شویو بهرنیانو شمېر شپږ تنه ښودل شوی و چې څلور یې هندیان، یو امریکايي او بل ایټالیايي بلل شوی و.

د حملې په تلفاتو کې د یوه پولیس په شمول پنځه افغانان دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما دا حمله غندلې او هغه یې بې رحمي بللې ده.

د ملګروملتو د دفتر په اعلامیه کې د یوناما د بشري حقونو د رييس ګیورګیټ ګنن په قول ویل شوي:«طالبانو زموږ په غوښتنه د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه پر خپلو څرګندونو عمل نه دی کړی.»

طالبانو ویلي، د دې لپاره یې پر پارک پلس مېلمستون برید وکړ چې په دغه مېلمستون کې د امریکایانو په شمول بهرنیان اوسېدل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبر کې ادعا کړې چې په حمله کې د دوی یو کس، چې کلاشینکوف، انتحاري واسکټ او تومانچه یې لرله، برخه واخیسته، نه درو تنو.

په کابل کې د امریکا د سفارت ویاندې مونیکا کمینګس په یوه ایمیل کې ویلي چې په حمله کې د امریکا یو تبعه وژل شوی. دې د وژل شوي امریکايي د هویت او کار په اړه څه نه دي ویلي.

کمینګس وویل چې د امریکا سفارت له افغان چارواکو سره نژدې تماس لري او هڅه کوي چې نور معلومات ترلاسه کړي.

د هند سفیر امر سینها نن تایید کړه چې څلور هندیان وژل شوي چې درې یې نارینه او یوه ښځه ده.

سفیر دا هم ویلي چې په مېلمستون کې د حملې په مهال ۱۱ هندیان موجود ول خو هیڅ یو د سفارت کارکوونکی نه دی.

ده وویل چې د پېښې په مهال په مېلمستون کې نژدې سل تنه موجود ول.

One thought on “د کابل د پارک پلس په مېلمستون کې د ۹ بهرنیانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي”
  1. سلامونه..
    دا خبرونو کي مو د حساب اړخ یو څه نا سم برښي، د تېره شپې په خبرونو کي مو هم سهوه کړې وه، او اوس هم..

    نهه کسان وژل سوي چي اوه يې نارينه او درې يې ښځي = دا خو لس شول…

    خو یوه خبره باید وکړم، چي د وژل سويو شمېره تر دې ډېره به وي چي اوس يې رسنۍ وايي، چي دا به وروسته وخت څرګنده کړي.

ځواب دلته پرېږدئ