تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل چې د کابل د پرونۍ حملې د تلفاتو شمېر ۹ تنو ته رسېدلی دی.
دا ۹ تنه له هغو ۵ ترهګرو بېل دي چې په حمله کې یې برخه لرله.
د تلفاتو شمېر د دې لپاره ډېر شوی چې ځینې ټپیان مرګي حاله وو او وېره ده چې د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.
پرون د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې پر کاونټرپارت امریکايي موسسې په حمله کې د یوې ښځې په ګډون ۵ ملکیان او ۵ وسله وال حمله کوونکي وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.
خو د کورنیو چارووزارت ویندوی نصرت رحیمي نن پر کاونټرپارټ موسسې د حملې د مرګ ژوبلو په اړه وویل چې په دې برید کې ۹ ملکیان او پولیس وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې حمله کوونکو له خورا قوي چاودېدونکو موادو کار اخیستی چې له کبله یې د پېښې په ساحه کې ګڼو ودانیو، موټرونو او کورونو ته زیات اوښتی دی.
دا د سولې له مشورتي لویې جرګې وروسته د طالبانو دوهمه لویه ډله ییزه حمله وه. تر دې وړاندې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ / مې۵/ طالبانو د بغلان پر امنیه قومانداني ډله ییز برید وکړ چې په لړ کې یې ۱۳ پولیسو او ۸ ترهګر ووژل شول او د ۲۰ ملکیانو په ګډون ۵۵ تنه نور ژوبل شول.
د سیاسي او پوځي چارو کتونکي د طالبانو حملې د دې ښکارندویې بولي چې دا ډله لا هم د سولې پر خبرو باور نه لري او ګومان کوي چې د زور له لارې خپل هدف ته رسېدای شي.