تاند- په کابل کې د فرانسوي خوراکونو پر یوه رستوران په بمي حمله کې، چې نن مازدیګر ۵ بجې وشوه، لږترلږه ۵ تنه ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.

پولیس وايي چې پر (Le Jardin) رستوران، چې عموماً مشتریان یې بهرنیان وي، په بمي برید کې ۵ تنه ژوبل شوي دي.

له چاودنې سره سم په رستوران کې اور بل شو.

د کابل ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس فریدون عبیدي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«موږ تاییدوو چې پر Le Jardin رستوران موټربمي برید شوی دی.»

ده همداراز وویل چې اوس پولیس په اور وژلو بوخت دي.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده او خبریالان اجازه نه لري چې د پېښې ځای ته ورنژدې شي.

پولیس وايي چې خلک د دې لپاره د پېښې ځای ته نه پرېږدي چې هلته اور لګېدلی دی او د خلکو بیروبار د اور وژلو لپاره د دوی هڅې له خنډ سره مخامخوي.

د دې چاودنې او د هغې د ځای په اړه ضد ونقیض راپورونه خپاره شول.

د رستوران خاوند افغان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *