تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د کابل خصوصي ښوونځیو او کورسونو ورسره ژمنه کړې چې د ملي امنیتي- دفاعي ځواکونو په لیکو کې د قرباني سرتېرو ماشومانو او د سړک د غاړې ماشومانو ته وړیا ښوونیز خدمات وړاندې کوي.
د یاد وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي د وزارت په هڅو به د شهیدانو سرتېرو ماشومانو او د سړک د غاړې ماشومانو ته په ټول کابل کې وړیا زده کړه ییزې اسانتیاوې برابرېږي.
د وزارت ویاندې نوریه نزهت هم په دې اړه تاند ته د هڅو تایید وکړ او زیاته یې کړه د ۱۳۹۹ کال په اوږدو کې به د سړک د غاړې ماشومانو ته له ۱۰ څخه تر ۵۰ سلنې پورې د کابل په خصوصي ښوونځیو کې د فیس تخفیف ورکول کېږي او د شهیدانو سرتېرو ماشومانو ته به د د تعلیمي دورې تر پایه پورې مفته ښوونیزې اسانتیاوې برابرېږي.
نوموړې وايي، په راتلونکي ۱۳۹۹ کال کې به ۱۴۸۲۷ ماشومان په ټول کابل کې د مفته زده کړو تر پوښښ لاندې ونیول شي: (( په دې جمله کې ۱۰۸۱ ماشومانو ته فیس معاف شوی، ۳۴۳۵ تنو ته ۵۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی، ۳۳۵۱ ماشومانو ته ۲۵ سلنه تخفیف او ۶۵۸۳ ماشومانو ته ۱۰ سلنه تخفیف د کابل په ټولو شخصي ښوونځیو کې په پام کې نیول شوی دی.))
د اغلې نزهت په خبله د کال تر پایه به دا پروګرام له شخصي ښوونځیو سره د ټول هېواد په ۳۴ ولایتونو کې هم پلی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په ټول افغانستان کې د بې وزلۍ، ناامنۍ او فرهنګي بندیزونو له کبله ۳ میلیونه او ۷۰۰ زره ماشومان له ښوونځي محروم دي.
دولتی ښوونځی باید د خپلی ښوونیز نصاب او همدارنګه د ښوونځیو د څارنی لپاره لکه د داود خان او ظاهر شاه د دوری په څیر هر اونی لیدنه وکړی او هری لیسی او ښوونځی ستونزی واوری او لیدنه یی وکړی
مګر چی ګورم پدی ۱۸ کلن نظام کی د ښوونی او روزنی نصابونه د هر وزیر او چارواکی او نظام په بدلیدو سره تغیر خوری مګر دوی پدی نه پوهیږی چی تعلیمی څانګی ته باید سیاسی نه بلکی اساسی کار وشی ترڅو زموږ زده کوونکی شخصی ښوونځی ته مجبور نشی