۱۳۹۴/۷/۸

د کابل ـ غزني پر لویه لاره ترافیکي پېښې له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د میدان وردګو ولایت اړوند د کابل ـ غزني پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي .

 دغه پېښه تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ په یخچال سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې،کله چې یو کرولا ډوله موټر له یو بل مازده ډوله موټر سره ټکر وکړ.

کرولا ډوله موټر له غزني څخه کابل ته مسافر لیږدول،چې د کابل له لورې غزني ته تلوونکي مازده موټر سره یې ټکر وکړ او په کرولا ډوله موټر کې ناست ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دغه پېښه کې د کرولا ډوله موټر کې ناست دوه تنه مړه شوي او د موټر چلوونکي په ګدون درې نور ټپیان دي،چې په ټپيانو کې ماشومان او مېرمنې شتون نلری .

د پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی خو د پېښې له سیمې د کرولا ډوله موټر چلوونکی په ټپي حالات کې له سیمې تښتیدلی خو د مازده موټر چلوونکی نیول شوی دی .

یاده پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده .

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د یادې پېښې په رامنځته کېدو خواشیني ښودلې او له د لویو لارو له موټر چلوونکو یې غوښتنه وکړه،چې د تګ راتګ پر مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي او د هر ډول ګړندي تګ څخه ډډه وکړي .

درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *