سباوون –
په سترګو ړنده نړۍ چې د امریکا د ناروا دریځونو څخه کور کورانه ملاتړ کوي، دې ته نده وزګاره، چې د امریکا د اهدافو پر وړاندې د سیمه ییز حساسیت جاج واخلي او د امریکا د بدمعاشانه سیاست د پلوۍ له امله یې د ټولې نړۍ امنیت ننګولی، چې نن ورته محض سیاست او سیاسي ډرامه بریښي؛ اما سبا یې ډرامه نه شو بللای، بلکې یو کورت ناورین دی او همدا لامل دی، چې د یوه افغانستان د غړپولو له امله یې د بشري پرمختیا د نړېوالو معیارونو بنسټونه نړېدا ته ور برابر کړی دی.
د بشري حقونو د نړیوال سازمان اعلامیه یې دومره مسخ کړې ده، چې ان د بشر ترمنځ په لوی لاس توپیر او تبعیض ته نړۍ رابولي. په سلګونو صغیر ماشومان په وینو لمبول د بشر حق تېری نه بولي، مګر د وړو ماشومانو قاتل او جنایتکار ته د سزا ټاکل د بشري حقونو څخه سرغړونه بولي. … یانې عجیبه ده چې امریکا د بشریت وژنه خپل حق بولي. … او په دې توګه د جګړې په ترڅ کې تخلفات او د عامو ملکي بېګناه خلکو وژنه او د بندیانو سره د سلوک د یو بدترین تکرار تهداب ږدي، د جنګي مجرمینو او له بندیانو سره د سلوک په اړه د نړېوالو کنوانسینونو محتوا یو څه وایي او د امریکا په زندانونو کې بل څه روان دي؟
پوښتنه دا داده چې آیا امریکایان د بشریت له کتلې بیرون دي او که دننه؟ او بله داچې د نړۍ دغه نور پرمختللي هېوادونه ځانونه بشر نه بولي چې د توهین له امله یې امریکا ته د (مه کوه!) غږ نه کوي او بر عکس یې د بشري ضد جنایاتو په ترسره کولو کې ملا تړي؟
له امریکا سره د افغان ولسمشر د اختلاف باریکي په څه کې ده؟ امریکایان ولې په افغانستان کې وار له مخه د کورنیو جګړو اټکل کوي؟ امریکا د افغانستان د ملي حاکمیت سره په ټکر کې دریځ ولې نه بدلوي؟
دا او دېته ورته په سلګونو پوښتنې شته چې خلک یې وضاحتونو ته سترکې پر لاره دي، خو امریکا د څو لاسپوڅو او وجدان پولورو بې هویتو په مټ د حالاتو د ترینګلتیا ګواښونه کوي او له دې سرتنبګۍ نه یې مالومیږي، چې کله هم نه ده حاضره چې په تړون کې د افغان لوري شرایطو ته غاړه کېږدي.
په تړون کې څه دي او آیا هاغه چا لوستی دی یا یې له محتوا خبر دي، چې هره ورځ سړکونو ته راوځي او کوکارې وهي، چې دا تړون دې ژر لاسلیک شي؟
تر کومه چې زه خبر یم او د تړون محتویاتو ته مې سر ورښکاره کړی دی، دا تړون په حقیقت کې د افغانستان د تجزیې او د تل لپاره د غلامۍ اسرار له ځانه سره لري.
امریکایان پخپله د تړون ماهیت ته ژمن نه ښکاري او همدا لامل دی، چې له یوې خوا د افغان لوري شرایط نه مني او بل لور ته په تړون کې هېڅ داسې تضمین نشته چې سبا یې د امریکا راتلونکی حکومت ومني، ځکه چې دا تړون د امریکا د کانګریس هوکړه او تصویب له ځانه سره نه لري. امریکا که سبا د هغو څلورو ملیاردو ډالرو څخه منکره شي چې په تړون کې یې یاد کړي، نو د چا پلار یې ورباندې نه شي زباتولای، ځکه چې تړون د اوباما له خوا شوی نه د کانګریس له خوا او د اوبا واک د خپل حکومت پر مهال منل کېږي نه د بل حکومت پر مهال.
په تړون کې یوازې د څو مشخصو نظامي اډو غوښتنه نه ده شوې، بلکې په مرموز ډول د ټول افغانستان قباله غواړي، په دې مانا چې تړن وایي، که اړتیا وه امریکایي پوځیان د افغانستان په هره سیمه کې اډې جوړلای شي او دا مالومه خبره ده چې اړتیا به د امریکا له خوا تشخیصېږي لکه دا نن چې موږ وینو چې امریکا زموږ پر سترې اړتیا چې سوله ده، سترګې پټوي او وایي، طالبان امریکا سره جګړه نه لري. … دا د افغانانو کورنۍ مسئله ده. …
دا خبره سمه هم ده، ځکه طالبان تر اوسه د امریکا په ګټه جنګېږي او کله چې هم افغانانو د امریکا پر وړاندې یو ثابت او افغاني دریځ غوره کړی، نو طالبان د فشار د یوې مهمې وسیلې په توګه راڅرګند شوي، ځان هم الوزوي او عام افغانان هم. بمونه ږدي، بریدونه کوي او د بریدونو پړې مني چې په پایله کې ټولې طالبانې هلې ځلې د امریکا د اهدافو د ترسره کېدو په ګته تمامېږي. …
امریکایان وایي، له طالبانو سره په جګړه کې مداخله نه کوي ځکه چې دا د افغانانو کورنۍ مسئله ده او امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي. … مګر کله چې ولسمشر د تړون له امضا شاته کېږي، نو امریکا وایي، چې محض یو افغان مسوولیت ومني او تړون لاسلیک کړي دوی ته منظور دی او په همدې موخه کله یو وزیر سفارت ته وربولي او کله بل، خو څوک هم ورڅخه نه پوښتي چې تاسو خو ویل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، نو بیا ولې د ولسمشر کرزي د رضایت پرته له هغو وزیرانو سره غوږونه نږدې کوﺉ؟ او که څوک ووایي، چې اوباما مطرح نه دی، بلکې هر امریکایي چې له ترهګرو سره تړون وکړي باید د امریکا واک ور سپاري آیا دا منطق به امریکایانو ته د منلو وړ وي؟
همدا اوس چې زموږ د تذکرې مسئله او همدا راز د (افغان) نامه مسئله هاغه سناریوګانې دي، چې امریکا د څو وجدان پلورو په مټ غواړي چې حالات له بدو بدتر کړي او ورو، ورو د کورنیو جګړو لاره پرانېزي. ځکه چې یو شمېر پردي پال د امریکا لپاره د خپل پلار نیکه د نسب او منصب څخه منکر شول او په لاریونونو کې په وازو خولو چیغې وهي، چې موږ افغانان نه یوو، ولو که د نسب په لحاظ ټوله نړۍ دا مني چې دوی افغانان دي؛ اما دوی وایي، چې موږ د خپلو پلرونو او نیکونو پر هویت شرمېږو او ځانونه افغانان نه بولي. امریکا ته دا بهترینه وسله ده، چې داسې خلک هم شته چې د امریکا لپاره له افغانیته تیرېږي، نو له افغانستان څخه خو بیخي تیرېږي اودا ولسمشر کرزي ته یو سور څراغ دی، چې امریکا یې بلوي. خو ددغه څراغ رڼا ته به نور نور خلک سوداګانې خرڅې کړي.
په عمومي باور که امریکا په خپل موقف کې بدلون ته غاړه کېنږدي، نو دا سمه ده چې افغانستان به په جګړو کې ښکېل شي؛ اما دا جګړه به په افغانستان پورې محدوده پاتې نه شي، بلکې د نړۍ نورو قارو ته به هم وغځېږي او بیا به یې کابو کولو ته هېڅ منطق پاتې نه وي.
لهذا امریکا که غواړي بریالیتوب ته ورسېږي، نو افغانستان ته دې په تشخص، ملي حاکمیت او زمکنۍ بشپړتیا قایل شي کنه نو دا هر څه به سبا را سپین شي.
لیکنه د ډیره پر ځائ ده مګر یوه خبره هغه داده چی کرزی په اول سر کی به یی دا فکر کاوه.امریکا ته لینین په ۱۷ کالو کی د نړیوالی فاحشی نوم ورکړئ وه.امریکا غواړی چی د نړئ د ولسو غاړی ته دغلامی ځنځیرونه ور واغوندی.خو د شرم خائ داده چی افغانان خپلو غاړوته ځنځیرونه اچوی.ځینی خنځیران لعنتی مجددی چی زامن یی په لویدیځ دلوڅو نجنو نڅاګانو ته له شرابو غرق ناست وی،مګر ناپوهه افغانان د ددغو جدالانو لاسونه مچوی.وګورۍ عراقی ولس چی یشغالګر له خپله هیواده وشړل له څومرو ستونځو سره مخامخ دی.څوک دا ولس هره ورځ په وینو کی لمبوی؟نړیواله انسان وژونکی امریکا.مبارک دشه لاسپوڅی جهادی،تا د افغان ولس په سر څه لوبی ونه کړی؟ته د ډالروپه بدل چی له ناموسه تیر شوی نو خاوره او لوئ افغانستان تا ته وړتیا لری.مننه.