تاند- د کابل ښار په لوېدیځ کې قمبرڅلور لارې ته نژدې نن شپه /شنبه/ چاودنه وشوه خو راپورونه وايي چې له کبله یې مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

د کابل پولیسو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې چاودنه د شپې په ۸ بجې او ۲۰ دقیقې وشوه.

د پولیسو په وینا د دې چاودنې له کبله چا ته مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې. همداراز د چاودنې له کبله مالي تاوان نه دی پېښ شوی.

تراوسه پورې هیچا د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا چاودنه وروسته له دې کېږي چې د چهارشنبې په ورځ په نوي ښار کې پر کاونټرپارټ نړیوالې موسسې د ۵ طالب انتحاریانو په برید کې ۹ تنه ملکیان او پولیس ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول.

په بالامرغاب کې ۱۵ پولیس ووژل شول

له دې جلا نن /شنبه/ د بادغیس د ولایتي شورا غړیو رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د بالا مرغاب ولسوالي پر دوو امنیتي پوستو په برید کې نژدې ۱۵ سرتېري ووژل.

د ولایتي شورا د غړي بهاالدین قادیسي په وینا دا برید تېره شپه وشو او په لړ کې یې طالبانو ته هم مرګ ژوبلې واوښتې خو د تلفاتو د شمېر په اړه کره معلومات نشته.

د بادغیس د والي ویندوی جمشېد شهابي تایید کړه چې د بالامرغاب پر دوو پوستو د دولت د وسله والو مخالفانو په برید کې ۱۲ سرتېري شهیدان شوي او ۴ نور ژوبل دي.

شهابي وویل چې طالبان د پوستو په نیولو بریالي نه شول او له سختو مرګ ژوبلو ګاللو وروسته وتښتېدل.

په کندوز کې د طالبانو له بنده ۱۰ تنه خوشي شول

له بلې خوا په کندوز کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو پر یوه محبس چاپه ووهله او ۱۰ تنه بندیان یې خوشي کړل.

۲۱۷ پامیر قول اردو نن /شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړو ځواکونو د چهاردرې ولسوالي په اقسرای کلي کې د طالبانو پر محبس حمله وکړه چې په نتیجه کې یې ۱۰ تنه ملکیان د طالبانو له بنده خوشي شول او د طالبانو محبس ویجاړ شو.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *