د کابل نوم چې به مې هغه مهال اورېدی کله چې زه دې ښار ته نه وم راغلی نو یو ډول به خوږ راباندي لګېده، د نړۍ د نورو ښارونو انځورونه چې مو کتلي وو، د کابل د نوم په اورېدلو به مو هماغه انځورونو ذهن کې تا و بالا کېدل.
۲۰۱۴ کال کې یوځل د اسنادو په ثبت پسې کابل ته راغلم، د کندهار له لوري چې کمپنۍ ته رانژدې شوم نو د کابل پر اسمان د وريځې غوندي یو شی ښکارېده چې ما مې له وروره پوښتنه وکړه دا څه دي؟ هغه ویل: د کابل هوا خرابه ده، دا دودونه او ګردونه دي چې له ښاره لوړ پورته شوي دي ښار ته چې ننوزې بیا ډېر نه ښکاري ځکه شاوخوا ټول همداسي وي.
زه په نورو ښارونو اموخته وم هيڅ ماسک مې نه کاراوه او نه مې نور کسان لېدلي وو چې په ښار کې د ګرزېدا مهال ماسک استعمال کړي، یوازي ډاکټر، نرس یا د دواخانې وال به ماسک کاراوه. کابل ته چې راغلم نژدې ملګري چې به بهر راووتل نو ماسک به يې پر خوله کړ. لومړۍ ورځ موږ د تدریب الائمه له دفتره راووتلو نو یوه پخواني ملا ملګري مې ماسک پر خوله کړ، له ما او ورور سره مې ماسک نه وو، موږ همداسې روان شو.
په دې لنډه موده کې خپل کار پسې روان وم د کابل ستونزو مې چندانې توجو نه ده جلب کړې، اما هغه انځور چې ما له پخوا ورته جوړ کړی وو، هغه مې له ذهنه داسې وایست چې بیا به په دیرش کاله راستون نه شي. له دې سنې وروسته مې کابل ته تګ راتګ پيل شو، ان چې د ۲۰۱۷ کال په مي کې مو کابل ته د کور راوړلو پریکړه وکړه.
کابل کې د یوه کال تر تېرولو وروسته به مې ستونی بند بند کېده او سا مې نه راخته، زه پوهېدم هم نه چې مشکل چیش دی او کوم ډاکټر ته ورشم؟ یوه ورځ مې یوه انډیوال ډاکټر د یوه ډاکټر مشوره راکړه او نمبر يې هم رالېږلي وو. هغه ډاکټر ته چې ورغلم، هغه ویل ستا مشکل د کابل له هوا سره حساسیت دی، دلته هوا زیاته ککړه ده نو له دې مشکل درته پېښ دی نور مشکل نه لرې.
دوا چې مې خلاصه کړه بیا هماغه ډول شوم، بیا مې دوا وکړه، جوړ نه شوم، بل ډاکټر ته ولاړم، هغه راته وویل: له کابله ووزه خپله جوړېږي! ما ورته وویل: ډاکټر صاحب! اوس هم له مستۍ نه یم راغلی، مجبوریت مې دی، دا اپشن ایله کړه، بله چاره راښیه. ویل يې: دوا در کوم، که جوړ نه شوې بیا ماته مه راځه او اسلام اباد کې يې د یوه هسپتال پته راکړه چې ولاړه شه هلته واکسین وکړه، ممکن تر یوه کاله ورسره ښه شې.
د بي بي سي له راډیو مې په ۲۰۱۸ کې واورېدل چې د کابل هوا دومره خرابه شوې ده چې له امله يې په کال کې د مړه کېدونکو کسانو شمېر پام وړ زیات شوی دی. د کابل هوا یقینا یو له هغو جدي مشکلاتو څخه ده چې د کابل اوسېدونکې ورسره مخ دي او د کابل په زرګونو کسان له دې امله مړه او مریضان کېږي.
د کابل یوه بله ستونزه د ترافیکو زیات بیروبار دی. دومره زیات دی چې انسان له دې امله بازار وتلو ته زړه نه ښه کوي او که ولاړ هم شي نو هدف ته تر رسېدو مخکې به څو ځایه پياده مزل کوي چې هم وخت ور ضایع کوي او هم يې په کارونو کې تاخیر راځي. دا مشکل اوس دومره زیات شوی دی چې حتا دولتي مامورین پر وخت دفتر ته نه شي رسېدلای،(زموږ په دفتر کې به هره ورځ د منابع بشري مسوول شکایت کاوه چې مامورین پر وخت نه راځي او موږ ته زنګ وهي چې غیر حاضر مو نه کړي یو څه همکاري وکړه، دا زما د سترګو لیدلی حال دی!) زده کونکي په اولو مضامینو کې خورا زیات غیر حاضر کېږي او لوی تعداد استادان هم پر وخت ځان خپلو مسوولیتونو ته نه شي رسولای.
د کابل ښار اصلا د زرګونو موټرو لپاره جوړ ښار دی، خو اوس لکونه موټر پکې چلېږي. د دې ازدحام د زیاتېدا نه یو کال کېږي او نه دوه او نه هم داسې شوي چې یو دم دا هر څه را زیات شول. بلکې د دې تر لس دوولس هم زیات کلونه کېږي او دا رش هم ورو ورو را ډېر شو. ځيني کسان د ناامنۍ له امله دلته راغلل، څوک په دندو پسي راغلل، څوک دلته کاروبار کوي، څوک درسونه وايي او په دې ډول نوري اړتیاوې هم چې دلته يې ازدحام جوړ کړی دی. خیر اوس خو دا هر څه جوړ دي، نو د ښاروالۍ کار دادی چې همدې انډوخر ته به همداسې لاس تر زنې کيني؟
که دا ښار د زرګونو موټرو لپاره وي، بیا لګونو پکې چلېږي، نو یوه مناسبه حللار را ایستل يې هم د ښاروالۍ مسوولیت دی، ځکه دلته شاوخوا اویا لکه خلک اوسي، ښاروالۍ پر خورا ډېرو شیانو له دې کسانو پیسې هم اخلي خو خدمات يې داسې وي چې هيڅ نه ليدل کېږي، دا ولي؟ خځلې به وينئ چې پر سړکانو پرتې وي، نالۍ به وينئ چې بندې وي او اوبه يې سړک ته ختلې وي، د باران په ورځو کې د ښار په زړه کې هم پلی مزل نه کېږي دومره زیاتې اوبه وي او خځلې يې پر سر اخیستې وي. د ښار په زړه کې د معتادانو له لاسه مردارخورګۍ زیاتې وي، کباب پخوونکو داسې حال جوړ کړی وي چې درست سړک يې په دود نیولی وي او زما ولاکه هلته تېرېدل زړه غواړي.
په دې دوو لسیزو کې د کابل له دې زیات ازدحام سره يو سم پل هم نه دی جوړ شوی، د ترافیکو پر څلور لارې هره ورځ نیم ساعت او یو ساعت د لارو بندېدل اوس خلکو ته عادي شوي دي. جالبه داده چې ښاروال په کابل کې ځيني ځایونه د پياده کسانو لپاره لوړ پلونه جوړ کړي دي چې ما تر ننه هم یو کس پکې نه دی لیدلی چې تېر شوی وي، مګر د کوم شي چې اشده اړتیا ده هغه ته يې حتا یو فیصد هم کار نه دی کړی. د افغانانو کلی(ده افغانان) دواړه چوکونه داسې بند وي چې د پښو انسان به د موټر تر تګ ډېر تېز وي، موټر ټول د مېږي پر قدم روان وي او زه خلک وینم چې کله دې ځای ته راشي نو له موټره شوه شي او پلی روان شي.
د ښاروالۍ مسوولین دا حالت نه ويني او که يې غم نه شته ورسره؟ حتا که په ټول ښار يې وس نه رسېدای نو یو پل خو به يې حداقل جوړ کړی وای، د کوټي سنګي یو پل يې هم یکطرفه جوړ کړی دی چې اوس هم موټر سره بند وي او خلکو ته يې جدي ستونزې ایجاد کړې. ښاریان له دغه حالته تر پزې راغلي دي، د هواد خراب والي یو لوی لامل په ښار کې د موټرو زیات چالاند درېدل دي چې دودونه کوي او ګرمي جوړوي، دا هم د انسانانو په زیان ده او هم د ونو او شینګیا.
په کابل کې یو بل مشکل د ښاروالۍ دا هم دی چې هر کال زرګونه نیالګي ږدي خو د بې غورۍ له امله هغه بیرته وچ شي او بل کال بیا ښاروالي اعلان کوي چې دونه زره نیالګي ږدي. د دې زیان دادی چې یو لور ته د ملت بودیجه هر کال پر مصرفېږي بل دا چې ښار همداسې وچ پاته دی او زرغونولو ته يې هيڅ ډول کار نه کېږي. که موږ په دې اوسني حالت کې لیږ تر دې اوسني حالت زیاته شینګیا در لودای نو نه به زیاته هوا خرابه وای، هم به زیات بارانونه کېدلای او هم به ګرمي ډېره نه وه. مګر له بده مرغه چې دې لوري ته بیخي کمه توجو کېږي چې د ملت تدریجي مرګ دی!
ښاروالۍ ولي د یوه کلن نیالګي پر ځای دوه کلن یا درې کلن نه ږدي چې هم ژر غټ شي او هم يې د پاللو زیاته موده نه وي پاته؛ ځکه د یوه نیالګي او یوې ونې تر منځ په ساتنه کې فرق شته، یوه ونه دومره ژر اوبه نه غواړي لکه یو نیالګی چې يې غواړي. د ونې رېښې په ځمکه کې ژورې وي، پر خپل بیخ يې سیور کړی وي چې لمر يې ژر لندبل نه شي وچولای، اما نیالګی نه اوږدې ريښې لري او نه خپل بیخ له لمره ساتلای شي، له دې امله د نیالګي ساتنه ګرانه ده، که ښاروالي د وړو نیالګیو پر ځای ليږ غټ ولګوي نو په دوه کاله کې هغه لويېږي او ښاروالۍ ته به يې بیا د ساتنې هغه ډول ډېر زحمت نه وي ور له غاړې لکه د واړه نیالګي چې ور تر غاړې وي.
هیله ده د کابل ښاروالۍ نور له دې اوږده خوبه را ووزي او خپل مسوولیت ته ښه جدي پاملرنه وکړي، د کابل اوسېدونکې هم باید په دې اړه بې غوري ونه کړي او د خپل حق غوښتنه ښه په زغرده وکړي، یو شی چې د انسانانو په تاریخ کې خورا جوت دی، هغه دادی چې زیاتره وخت انسان د بل حق نه ور کوي، هغه مهال يې حق ادا کېږي چې غوښتنه يې وکړي، که د کابل اوسېدونکي په جمعي ډول د خپلو حقوقو مطالبه ونه کړي، نو فکر نه کوم چې ويده ښاروالي دې را ويښه شي او خپل مسوولیت دې ادا کړي.
۲۰۱۹/۷/۸