تاند- د کابل ولایت ابتدايي محکمې، یو افغان پولیس د یوې بهرنۍ خبریالې د عکاسې د وژلو او د هغې د ټپي کولو په خاطر په اعدام محکوم کړ.

دا پرېکړه د کابل ابتدايي محکمې وکړه خو د افغانستان له قوانینو سره سم حکم هغه وخت د اجرا وړ دی چې دوې نورې محکمې هم پرېکړه وکړي.

د کابل ولایت په ابتدايي محکمه کې شپږ قاضیانو، د افغان پولیسو د یوه ټولي قومندان نقیب الله د قتل او له وظیفې سره د خیانت په تور په اعدام محکوم کړ.

د نقیب الله مدافع وکیل د محکمې د حکم تر صادرېدو مخکې ځیني اسناد وړاندې کړل او استدلال یې وکړ چې موکل یې عادي او نورمال نه دی خو قاضیانو د هغه دلایل ونه منل.

د حمل په میاشت کې د اسوشیتید پریس خبري اژانس عکاسه انجا نایدرینګاوس په یوه وسله واله حمله کې ووژل شوه او د دې اژانس خبریاله کتي ګنن ټپي شوه.

دا دوې خبریالانې د افغانستان د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه د راپورونو د برابرولو لپاره افغانستان ته تللي وې.

4 thoughts on “د کابل محکمې د اسوشیتید پریس د خبریالې قاتل په اعدام محکوم کړ”
  1. که چیری اسلامی قوانین په اسلامی تولنه کی تطبیق شی نو ددغسی ناوره پیښو شاهید به نه اوسیزو
    والسلام

  2. په ریښتیا چی زور ښه شی دی. دوئ دی د افغانانو کورونو ته ننوځی او په لسهاو خلک وژنی، نو کله چی د دوئ دولت خبر شی نو په هم هغه شپه قاتل له افغانستان څخه باسی او په محکمی کی یی د روانی ناروغ په حیث ثابتوی او بیا یی خوشی کوی. او دلته چی د دوی یو کس ووژل شو نو د هغه قاتل اعدامیږی.
    زه دا نه وایم چی دا یو ښه کار وو، انسان انسان دی او د هغه ژوند باید اهمیت ولری. محکمی ډیره ښه فیصله وکړه، خو پوښتنه دا ده چی دا د بل هیواد فشار و او که محکمه په ریښتیا قانون تطبیقوی. که ریښتیا قانون تطبیقیږی نو دا قانون ولی د ټولو لپاره یو شان نه دی؟ ولی هیڅکله هم د یو افغان قاتل په اعدام محکوم نه شو؟ دا ځکه چی مونږ تل بیګانه ګان له خپلو نه ښه ګڼو. که مونږ افغانان خپلی وینی ته ارزښت ورنه کړو نو بیا یی هیڅوک هم نه ورکوی.
    ایا د هغو اوولس تنه افغانانو ، چی په کندهار کی ووژل شول، په رګونو کی د وینی پر ځای اوبه وې؟
    ایا د افغانانو وینه وینه نه ده؟
    ایا د یو افغان ژوند ژوند نه دی؟

  3. According to Islamic law this person must not be executed against a none muslim but must be sentensed to be in prison for some time in case he must not repeat this action again,

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *