تکمیلي، تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: د عامې روغتیا وزارت اعلان کړه چې د کابل دشت برچي کې د مزاري د تلین په مراسمو ننني برید کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي اود کابل روغتونونو ته ۵۸ نور ژوبل کسان لېږدول شوي دي.

له دې منځه یوازې د کابل علي جناح روغتون مسوولانو منلې چې ۲۳ مړي او ۳۵ ټپیان دوی ته ور وړل شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا په تر ټولو تازه تماس کې تاند ته وویل، چې نننۍ پېښه کې د دقیقو ارقامو له مخې ۲۷ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل دي.

نوموړي ویلي د پېښې ځای ته بهرني ځواکونه هم رسېدلي دي او له افغان امنیتي ځواکونو سره یې د بریدګرو پر ضد ګډ عملیات پيل کړي دي چې تر دې دمه یې هغه وداني ټوله چاڼ کړې او یوازې ۱ منزل کې یې بریدګر پاتې دي.

د دغې پېښې عیني شاهد او له ډزو روغ وتلی سیاستوال کریم خلیلي له خبریالانو سره په خبرو کې د برید ټوله پړه پر امنیتي مسوولانو ور اچولې او او ویلي یې دي چې ځايي مسوولانو ورته د مراسمو د امنیت کلک ډاډ ورکړی و.

نوموړي ویلي، اوس چې برید شوی دی نو ځايي مسوولان باید وپوښتل شي.

د هزاره ګانو بل مشر محمد محقق بیا ویلي، غونډې ته راغلیو خلکو یوازې د کورونا څخه وېره لرله او د داسې امنیتي پېښې توقع یې نه لرله.
نوموړي ویلي، دا برید سیاسي او د وېرې د اچولو لپاره ترسره شوی دی.

طالبانو ویلي، دا برید دوی نه دی کړی.

One thought on “د کابل ننني برید تلفات ۳۲ او ټپیان ۵۸ تنو ته ورسېدل”
  1. د شهید مزاری د تلین په سیاسی غونډه کی د کرزی ، صلاح الدین ، عبدالله ، خلیلی ، دګډون او تروریستی برید په اړه باید د څو واقعیتونو یادونه وکړو :
    اول خو دا خبره د تآمل وړ ده چه متآسفانه نن صبا د مړو او شهیدانو د تلین روځی د یوتعداد سیاسی ټیکه دارانو له خوا د خپل نامه ، مقام او قدرت په خاطر د یوی ساسی حربی په شکل استعمالیژی ، چه دا کار هم د شهیدانو د روح سره هم جفاده . او هم د عامه خلکو د امنیت د پاره مشکلات را منځ ته کوی .
    دوهمه خبره داده چه د امنیتی خطر او یا تروریستی حملی په موقع دغه سیاسی ټیکه داران د خپلو لسګونو مسلحو محافظینو سره یو ځای په عوض ددی چه دوی د تروریستانو په مقابل کی مقاومت وکړی په غونده کی ټول عام خلک ، ښځی ، بوډاګان او ماشومان د تروریستانو بی رحمه چړو ته پریږدی او دوی په چالاکی سره د تیښتی لاره خپله کړی .
    دریمه خبره دا چه همدغه سیاسی ټیکه داران هر وخت د قانون اساسی په مقابل کی د زورواکی خبری کوی ، دوی وایی چه باید امنیتی ادارو ددی د غونډی امنیت نیولی وای ، خو برعکس په امنیتی قواؤ کی چه زموږ کوم قهرمانان د امنیت په تآمین کی او د قانون په حاکمیت کی ښه موفقه او ځلانده وی دوی د هغو قهرمانانو حمایت څه چه مخافت یی کوی ، ښه مثال یی قهرمان جنرال خوشحال سادات دی ، کوم چه دده دتدبیر او هلو ځلو په نتیجه کی د انتخاباتو سراسری امنیت خو ټول افغانستان تجربه کړ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *