تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: طالبانو په کابل کې د لوی څارنوالۍ ودانۍ ته څېرمه د نن ماسيښین چاودنه کې لاس لرل رد کړل خو دغه موټر سایکل بم چې لږ.تر لږه یې دوه کسان ژوبل کړل، د نسبي اوربند د اوونۍ په اړه ژمنتیا باندې پوښتنې راپورته کړې دي.

چارواکي د لویې څارنوالۍ دفتر ته څیرمه د چاودیدونکو توکو ډک موټر سایکل په چاودنه کې د مرګ ژوبلې دقیق راپور لا نه وړاندې کوي، خو ناتایید شوي راپورونه وایي، دوه ملکیان یې ژوبل کړي دي.

طالبانو په سمدستي توګه یو بیان خپور کړی او ویې ویل چې دوی د برید مسولیت نه دی منلی، خو دا چاودنه د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو د هوکړې په اوونۍ کې شوې ده.

که دا چاودنه د تړون ماتول وګڼل شي نو دا به دا پوښتنه راپورته کړي چې ایا د شنبې په ورځ به له طالبانو سره د امریکا هوکړه لاسلیک شي که نه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *