په تيرو څوارلس کلونو کې د افغانستان د دولت رسمي موقف دا ؤ چې وسله وال مخالفين یې، چې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري د پاکستان لخوا روزل کيږي؛ د تروريزم روزنځایونه، پټنځایونه او د قوماندې مرکزونه په پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې دي، د پاکستان استخباراتي ادارې د تروریزم ایډیالوژيک او مالي ملاتړ کوي.
پاکستان له تاریخي پلوه نه يواځې په تيرو څوارلس کلونوکې بلکې له کومه چې پاکستان د انګليسي استعمار د ميرات په توګه د نړۍ په نقشي راڅرګند شوى، لیدلوری یې د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ پر بنسټ ایښودل شوی. پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان کمزورى کړي او د سیاسي ثبات مخه یې ونیسي. پاکستان تل د افغانستان د هغو ډلو ملاتړ کړى چې د افغانستان د حکومت پرضد راپورته شوې دي.
د افغانستان په خاوره او کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه په نړیواله کچه شواهد او مدارک موجود دي، د امریکې او برتانیې په شان د سترو هېوادونو رسمي مامورینو، چې په ځینو مواردو کې یې پاکستان د سیمه ییزو لوبو استراتیژیک ملګری پاتې شوی، په خپلو یادښتونو کې په افغانستان کې د پاکستان له مداخلې او وران کارو فعالیتونو پرده پورته کړې او همداراز معتبرو نړیوالو رسنیو په مستندو رپوټونو کې ټول هغه حقایق چې زموږ په هېواد کې له تروریستي فعالیتونو د پاکستان د ملاتړ ښودنه کوي، حقایق وړاندې کړي، خو پاکستان په سپین سترګۍ سره خپله پړه نه ده منلې. هغه وخت، چې اسامه بن لادن د پاکستان د پوځ تر سيوري لاندې د پاکستان په یوه پوځي ښارګوټي ( ایبټ آباد) کې شپې ورځې تېرولې او له هغه ځایه یې په ټوله نړۍ او افغانستان کې تروریستي فعالیتونه رهبري کول، پاکستان منکر ؤ. هغه وخت چې د افغانستان ملي امنیتي ادارو له تروریستانو څخه لاس ته راغلي شواهد وړاندې کول او د هرې پېښې تر شا یې د پاکستان لاسونه بربنډول، پاکستان منکر و.
خو دا حقیقت بالاخره په خپله پاکستاني واکمن افشا کړ او اعتراف یې وکړ، چې دا هرڅه پاکستان کول. د پاکستان د دولت پخواني مشر پرويز مشرف د روان کال د فبرورۍ په ٣مه نيټه له برتانيوي ورځپاڼې ګارډين سره په يوه مرکه کې منلي، چې « له ٢٠٠١ کال څخه وروسته د پاکستان پوځي استخباراتو آی ايس آی ځکه طالبان وروزل او ملاتړ یې ترې وکړ چې د کرزي په حکومت کې غير پښتانه واکمن وو او هغوی هندوستان سره نږدې اړيکې درلودې او ښکاره ده چې موږ د داسې ډلې په لټه کې وو چې افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې د هندوستان د اقداماتو مخه ونيسي». دا کوم تصادفي الفاظ نه وو، چې د پاکستان د پخواني ولسمشر له خولې دې راوتې وي، بلکې نوموړي پرد روان کال د فبرورۍ په ٢٥مه نېټه له وال سټريت ژورنال سره په مرکه کې هم ورته خبرې تکرار کړې او غوښتنه يې کړې چې طالبان بايد واک کې شريک کړاى شي.
دا د پاکستان د پخواني جمهور رئیس خبرې دي، هغه چې د یو دولت قانونی ممثل او لومړی درجه مسئول و، د هغه خبره د پاکستان د هغه وخت د دولت خبره ده. دا د یو فرد نه بلکې د یو دولت اعتراف دی، چې حد اقل ۱٤ کاله یې تروریزم تمویل کړی دی. پاکستان منحیث دولت د د دې نړیوال جنایت مسئوول دی.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني واکمنان د افغانستان په جګړه او تباهۍ کې په لاس لرلو اعتراف کوي. د پاکستان اوسني واکمن نواز شريف هم د خپلې واکمنۍ په پخوانۍ دوره کې د پاکستان پارلمان ته په ډېر وياړ ويلي ؤ، چې د افغانستان ډېره پياوړې اردو يې ( د کورنۍ جګړو له لارې) دړې وړې کړې ده.
تېرڅوارلس کاله د پاکستان د نيابتي جګړې له کبله په لسګونو زره ملکي کسان، ښځې، ماشومان، دولتي مامورين، ځوانان، عام کليوال او همداراز په لسلګونو زره نور د طالب، ملي اردو او پوليسو په نامه په شهادت رسيدلي او د افغانستان اقتصاد ته په ملياردونو ډالره زيان رسيدلى. د مشرف لخوا د طالبانو د روزنې اعتراف په حقيقت کې په هغو ټولو جنايتونو اعتراف دى چې په افغانستان کې په تيرو ديارلس کلونوکې ترسره شوي.
پرويزمشرف چې د پاکستان جمهور رئيس او د پاکستان د پوځ مشر ؤ، د يو حقيقي شخص په توګه د پاکستان د حکمي شخصيت تمثيل کوي، نو په حقيقت کې د پرويز مشرف اعترافات د پاکستان د دولت اعترافات دي، او پاکستان اعتراف کوي چې تېر١٤ کاله يې په ټولو هغو وژنو او جنايتونو کې چې په افغانستان کې ترسره شوي، لاس لري.
د تېرې ١٤ کلنې جګړې په اوږدو کې د افغانستان پر خلکو او دولتي تاسیساتو د تروریستي بریدونو تر څنګ په بهرنیو سفارتونو او اتباعو بریدونه هم شامل دي. په ۲۰۰۸ کال کې د هندوستان پر سفارت برید وشو. په ۲۰۱۱ کال کې د امریکې پر سفارت برید وشو او همدارنګه ډیر بهرني اتباع او کمپنۍ په نښه شوې، د دې ټولو تروریستي پېښو مسئوولیت طالبانو ومانه هغه طالبان چې د پرویز مشرف په وینا پاکستان یې ملاتړ کاوه.
د ملګرو ملتونو د منشور له مخې دا د یو هېواد پر قلمرو او خپلواکۍ تېری دی او دا نړیوال امنیت ته تر ټولو ستر تهدید دی. دا د جنګي جنایتونو او تروریستي سازمانونو ملاتړ دی. د نړيوالو حقوقو او نړيوالو جزايي حقوقو په اساس بشري ضد جنايتونه هغه اعمال دي چې د بشر بنسټيز حقونه ترپښو لاندې کړي، لکه د تعليم، صحت، ژوند، کار او داسې نور حقونه؛ جنګي جنايتونه هغه دي چې په جګړه کې ملکي کسانو يا ملکي تاسیساتو ته زيان ورسيږي؛ عامه وژنه په ډله ييزه توګه د خلکو وژنو ته وايي او بل هيواد کې سياسي، پوځي اقتصادي او يا معنوي مداخله تېری بلل کيږي.
د طالبانو لخوا په جګړه کې د افغان او نړيوالو امنيتي ځواکونو تاسیسات او وسایط او د افغانستان عام المنفعه دولتي تاسیسات وران شوي؛ په چاودنو، ځانمرګو بریدونو، مخامخ جګړو او بمباريو کې بې شميره ملکي کسان وژل شوي، کلي، کورونه، پلونه او سړکونه ويجاړ شوي او د ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو او د عامه خدماتو د نورو ادارو په ګډون شتمنۍ له منځه تللې دي. دا هرڅه له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په پایله کې شوي دي. يانې خلک له خپلو بنسټيزو حقونو څخه محروم کړاى شوي، په جګړه کې بې ګناه ملکي کسان وژل شوي، ټولوژنه شوي او د افغانستان په چارو کې مداخله شوي چې په دې توګه پرويز مشرف او يا په حقيقت کې د پاکستان دولت په ډاګه اعتراف کوي چې په افغانستان کې یې بشري ضد جنايتونه، ټولوژنه او تروریستي فعالیتونه سرته رسولي او نه یوازې دا چې پر افغانستان یې تېری کړی دی، بلکې د نړۍ امنیت ته یې هم ګواښ رامنځ ته کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ادعا کوي چې د ترهګرۍ په ضد د نړيوال ائتلاف سره ولاړ دى، ترهګرۍ سره دمبارزې په نوم هرکال په مليون هاوو ډالره مرستې اخلي خو پرويز مشرف په ښکاره اعتراف کوي، چې طالبان يې روزلي دي.
سره له دې چې پاکستان د دې ټولو جنایتونو مسئول دی او پاکسان د دولتي ترهګرۍ ښکاره بېلګه ده، خو نړۍ چوپه خوله ناسته ده. امریکا پر افغانستان باندې برید داسې توجیه کوي، چې اسامه ته یې پناه ورکړې وه، خو کله چې اسامه د پاکستان په یو پوځي ښارګوټي کې د وموندل شو، نړۍ د پاکستان پر وړاندې هېڅ غبرګون ونه ښود! بلکي تر اوسه یې ملاتړ کيږي.
د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز، افغان ملي غورځنګ د توتاخېلو قومي شورا, د ځدراڼوقومی شورا, د يوسفزيو قومي شورا, د شيخ محمد روحاني قومي شورا, د امرخېلو قومي شورا د تره کو قومي شورا, مېرمن کلتوري ټولنيز بهير, د افغان مېرمنو د همغږۍ ملي ټولنه, د افغانستان له حکومت او ملګرو ملتونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې:
- پرويزمشرف او پاکستان بايد د خپلو ټولو هغو جرايمو (بشري ضد جنايتونو، جنګي جنايتونو، عاموژنې او تجاوز) له کبله چې د افغانستان پر وړاندې يې ترسره کړي، نړيوالې جزايي محکمې ته وړاندې شي.
- د پاکستان حکومت بايد افغانستان ته د ټول هغه زيان تاوان ورکړي چې په تيرې ديارلس کلنې جګړې کې افغانستان ته اوښتي دي.
- پاکستان بايد د ترهګرو ملاتړ کوونکی هيواد وبلل شي اوپه تور لیست کې د شاملېدو له لارې دې ته اړ کړل شي، چې حقيقتاً د ترهګرو ملاتړ پريږدي، او پټنځايونه يې له منځه يوسي.
- موږ د پاکستان پر جکومت غږ کوو، چې نور له مسلمان وژنې او افغان وژنې ډډه وکړي او د سولې په لار کې صاقانه ګامونه واخلي، که نه د جرمونو پېټی به يې دومره دروند شي، چې آخر به د پاکستان ملا ور ماته کړي. موږ د دې تر څنګ چې خپله خونبها او د زيانونو جبران خپل شرعي او قانوني حق ګڼو، پاکستان ته دا مشوره ورکوو، چې دا ځل د سولې تاريخي فرصت له لاسه ورنه کړي او د پاکستان ولس پر غاړه نور د دينونو پېټی دروند نه کړي.
- موږ پر افغان ولس او ټولو وسله والو ډلو غږ کوو، چې راځئ د پروېز مشرف له اعترافونو د عبرت درس واخلو او دا حقيقت ومنو چې موږ د يوې تپل شوې پردۍ جګړې قربانيان يو. راځئ چې نور دغې پردۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدو او له ملي هوډ او تدبير سره هر ډول نړيوالې او سيمه ييزې دسيسې شنډې کړو.
- موږ د افغانستان پر دولت هم غږ کوو، د دې تر څنګ چې د سولې له هر فرصت څخه بايد ګټه واخېستل شي، د پاکستان د مکر او دسيسو پر وړاندې هم ويښ اوسي. دا امکان بايد جداً په پام کې ونيول شي چې ښايي پاکستان به د لوبې کوم نوي پړاو ته تياری نيسي، چې بيا به هم د لوبې اصلي قربانيان افغانان وي.
د کابل نیوز او د افغان تحلیلي او مشورتي مرکز رييس
غلام جیلاني ځواک