تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲۳مه: د کورنیو چارو وزارت پولیسود کابل په هوايي ډګر کې له یو کس سره ۴۸ زره ټابلیټکا نشه راوړونکې ګولۍ نیولې دي.

دکورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، دغه نشه يي ګولۍ په افغانستان کې ممنوع دي خو قاچاقبر د ټابلیټکا ۴۸ زره ګولۍ د پروټینو په قوطیو کې ځای پر ځای کړې وې او کابل ته یې را انتقالولې چې د پولیسو لخوا لاس په لاس نیول شوی دی.

نوموړی وايي، له نیول شوي کس څخه یې پلټنې پیل کړې دي او شاید چې د هغه نور ملګري هم پیدا کړای شي.

ټابلیټکا هغه ګولۍ دي چې په افغانستان کې ویل کېږي د ځوانانو، وسله والو ترهګرو او نشه یانو تر منځ ډېرې کارول کېږي.

د ډاکټرانو په وینا دغه ګولۍ انسان د لنډې شېبې لپاره زړور کوي، خو وروسته یې د بدن ټول غړي سستوي او انسان فکر کوي چې فلج حالت کې پرېوتی دی چې وروسته ورسره ذهني ناروغۍ او وېره هم رامنځته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *