د ژوند چاپېريال د انسانانو له روغتيا او سلامتيا سره نېغې اړيکې لري، د هوا ککړتيا او اقليمي بدلونونه يوه نړيواله موضوع ده چې د ګڼو پرمختللو هېوادونو لپاره هم د اندېښنې وړه ده، د تکنالوژۍ، اقتصاد، ټولنې او روغتيا په برخه کې ننني منځته راغلي بدلونونه بيخي حيرانوونکي دي خو د دې پرمختګونو سره سره د ژوند د چاپېريال او اقليمي بدلونونو موضوع ته د يو ګواښ په سترګه کتل کيږي؛ که څه هم د هېوادونو په کچه اقليمي بدلونونه يو له بل سره اړيکې لري او يو پر بل اغيزې لري نو اړينه ده چې د دې ستونزې د حل لپاره په ګډه چټک او جدي کار وشي.

د ژوند چاپيريال د بل هر وخت په پرتله نن ورځ له خطر سره مخ دی، د اقليم بدلونونو، د ځمکې تودوالي، سېلابونو، د ژوند د چاپېريال چټليو ( هوا، غږ، خاورې او اوبو) د ډېرو هېوادونو د اوسيدونکو آرامي او سکون له تهديد سره مخ کړی، دا موضوع هم د هوا په ککړتيا راڅرخي، چې نن ورځ د زياتره مخ پر ودې هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان جدي ستونزه ګڼل کيږي.

مخکې مې هم يادونه وکړه چې د هوا ککړتيا او د ژوند له چاپېريال تړلې ناوړه بدلونونه نړيواله ستونزه ده، خو د ګواښ او زيان اندازه يې په هر هېواد کې يو له بل سره توپير لري، زموږ د ګران هېواد افغانستان ګڼ ښارونه هم له دې رنځ کړيږي چې پلازمېينه کابل يې ښه بېلګه ده. له بده مرغه بايد ووايو د هوا ککړتيا داسې يوه ستونزه ده چې لمن يې ورځ تر بلې پراخيږي؛خو حکومت او ښاريان يې په کابو کولو کې پاتې راغلي.

کابل کې د نفوسو ګڼوالی، په ښار کې د زړو او له اندازې زياتو موټرونو چلښت، په حمامونو،صنعتي فابريکو او نورو توليدي کارځايونو کې د سون توکو مصرف، د کورونو، سړکونو او کوڅو پاکوالي ته د ښاريانو نه پاملرنه، د ښاروالۍ پڅ اقدامات او که يې په لنډ ډول ووايم د خلکو او حکومت بې غوري د دې سبب ګرځېدلې چې د کابل هوا د ښاريانو ژوند وګواښي، له دې سربېره ښايي داسې ګڼ نور علتونه هم وي چې د هوا پاکوالی او د ژوند چاپېريال زيانمنوي.

د هوا ککړوالی په نړۍ کې د انسانانو د مړينې څلورم علت ګڼل کيږي، همدارنګه د نړيوال بانک څېړنې ښيي؛ککړه هوا د پراختيا په حال کې هېوادونو اقتصاد ته ستر زيان رسوي؛ په ټوله نړۍ کې په کلني ډول ۵ ترېليونه ډالر د هوا د ککړوالي څخه د مخنيوي په پار په رخصتيو او د هوا څخه د منځته راغلو آفاتو او ناروغيو په تداوۍ په لګښت رسيږي. په ټوله نړۍ کې هر کال نږدې ۵.۵ مېليونه وګړي د هوا د ککړتيا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ د نړيوال بانک د کلني راپور پر بنسټ په نړۍ کې ۸.۲ مېليونه وګړي د پخلي لپاره له کلکو سون توکو لکه لرګيو، د ډبرې سکارو او نورو توکو څخه کار اخلي، ډېر داسې وګړي په هغه سيمو کې ژوند کوي چې د انرژۍ پاکو سرچينو ته لاسرسی نه لري؛ ځکه خو ويلی شو چې د هوا ککړتيا يوازې د ښارونو ستونزه نه ده.

د هوا ککړتيا څه شی ده؟

د هوا ککړتيا په آزاد اتموسفير کې د انساني فعاليتونو څخه د رامنځته شوو موادو شتون دی. دا مواد د خپل غلظت له کبله په ځانګړو شرايطو او ټاکلي وخت کې د بشر سوکالۍ، روغتيا او سلامتيا ته زيان اړوي.

د هوا ککړتيا په هوا کې د بهرنيو غليظو موادو له شتون څخه عبارت ده چې پر انسانانو اغيزه لري او د هغوی روغتيا له ګواښ سره مخ کوي.

د هوا د کيفيت د تثبيت له مهمو معيارونو څخه چې په ټوله نړۍ کې ورڅخه کار اخيستل کيږي Air pointer  دی، د دې آلې په وسيله کاربن دای اکسايد، سلفر دای اکسايد، اوزون او سرب تشخيصيږي.

هوا د بېلابېلو غازونو ټولی دی، چې دا ټولی ۷۸ سلنه له نايتروجن، ۲۱ سلنه اکسېجن او ۱ سلنه له نورو غازونو جوړ دی.

د هوا د ککړوالي تر ټولو مهم ترکيبات:

جامدې ذرې Particular Matter

دا ذرې د تنفس له لارې د بدن له دفاعي برخو تيريږي او سږو ته لېږدول کيږي چې د ګڼو روغتيايي ستونزو لامل ګرځي؛ دا ذرې په دوه ډولو PM5.2 او PM10  ويشل شوې دي.

PM10: هغه ذرات چې قطر يې له لس ميکرومتر څخه لږ دی (خاورې او دوړې) دا ذرې عموما د کارخونو، نقليه وسايطو،حمامونو له دود او د سړکونو له دوړو او خاورو رامنځته کيږي.

PM5.2: دا ډېرې کوچنۍ ذرې دي چې کچه يې له 5.2 ميکرومتر څخه هم کوچنۍ ده؛ دا ذرې په عمومي ډول د سون له توکو لکه: د ډبرې سکارو، ګاز او نورو څخه منځته راځي، چې دا دواړه ذرات د انسان روغتيا ته ګواښ پېښوي، PM5.2 ذرې د سږو لاندينيو برخو ته کښته کيږي چې د سرطان يو له اصلي لاملونو ګڼل کيږي.

غازونه:

کاربن مونو اکسايد، کاربن دای اکسايد، نايتروجن دای اکسايد، سلفر دای اکسايد.

کاربن مونو اکسايد CO په عمومي ډول د نقليه وسيلو له خوا چې د تېلو پر مټ چليږي رامنځته کيږي، په هغه سيمو کې چې بيروبار او ترافيک په کې زيات وي او د موټرونو ګڼه ګوڼه وي د دې غاز غلظت ډېر زيات وي.

کاربن دای اکسايد CO2: دا غاز په عمومي ډول د سون توکو له کارونې منځته راځي.

نايتروجن دای اکسايدNO2: دا هم د موټرونو او ګاډو له چلښت رامنځته کيږي، د دوبي په موسم کې په هوا کې په قهوه اي رنګ په څرګند ډول ليدل کيږي.

اوزون O3: اوزون د هوا د تودوالي پر مهال د نايتروجن د اکسيد او ناسوزېدلو هايډروکاربنونو له ترکيب څخه منځته راځي او د نقليه وسيلو په دودکش کې له رڼا سره جوخت حاصليږي.

سلفر دای اکسايد SO2: په بټيو او ځينو نورو صنعتي ځايونو کې د تېلو مصرف او سون د دې ګاز اصلي سرچينه ده.

هېره دې نه وي چې په هوا کې پورتنيو هغو ته ورته ګڼ نور ترکيبات هم شته چې تنفس يې د انسان روغتيا او ژوند له ستر ګواښ سره مخ کولی شي.

د هوا ککړتيا د ځينو ناروغيو لکه نفس تنګي، د زړه حملې، بېلابېلو تنفسي حساسيتونو په زياتېدو کې مهم رول لري، بايد پاملرنه وکړو چې د ټولنې په بېلابېلو وګړو د هوا اغېزې متفاوتې دي، د بېلګې په ډول ماشومان او عمرخوړلي خلک ډېر ژر د ککړې هوا تر اغيزې لاندې راځي.

د هوا ککړتيا د سترګو او ستوني د سوزش او د سږو د ناروغۍ سبب کيږي، د سترګو سره کېدل، ټوخی او د سينې دقفس د تنګوالي احساس د هوا د ککړتيا زېږنده دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *