تاند، جمعه، د ثور ۵مه: د کابل والي وايي، دغه ښار د کورونا د ۵۰ زره ناروغانو د درملنې ظرفیت لري او دمګړۍ یې ۱۸ زره بسترونه ورته چمتو کړي دي.

نوموړي تاند ته په یو تلیفوني تماس کې وویل، په کابل کې دمګړۍ د کورونا ناروغانو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسېدلی او په ښار کې به د ګرځبندیز شرایط نور هم سخت کړای شي.

محمد یعقوب حیدري په کابل ښاریانو نیوکه وکړه چې کورونا ویروس شرم ګڼي او خپل مړي په مخفیانه ډول د شپې له مخې خاورو ته سپاري چې په وینا یې دا کار سم نه دی.

 هغه وویل، ولایتي ادارې تر اوسه په کابل کې په ۱۸۰ زره کورنیو خوراکي مرستې توزیع کړې دي او کارګرو ته یې له ښار څخه دباندې د کابل ښار د اوبو د خوندیتوب پروژه کې کار پيدا کړی دی.

 دا په داسې حال کې ده چې کابل دمګړۍ له هرات څخه د کورونا ناروغانو د شمیر له پلوه مخکې روان دی او په افغان – جاپان روغتون د کورونا ناروغانو د درملنه کې د ناغیړۍ تورونه لګېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *