تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: د کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي، افغانستان د کورونا له کبله په عادي حالت کې نه دی له همدې کبله دې د هټیو او کورونو مالکان له خپلو مستاجرانو څخه کرایه نه اخلي.
نوموړي نن له کورونا سره د مبارزې اضطراري کمېټې د میاشتني راپور شریکولو غونډه کې وویل، هغه مستاجران چې د قرنطین له کبله زیانمن شوي دي، باید خپلو مالکانو ته د هټیو او کورونو کرایه ورنکړي.
ښاغلي حیدري وویل، اوس دا موضوع په ډیره نرمه مطرحه کوي خو که د کورونو او هټیو مالکانو جدي ونه نیوله نو د قانون له مخې به له زوره ورسره کار واخیستل شي: (( په داسې حال کې چې د کورونا په څېر وبا خپره ده، خلکو خپل عواید له لاسه ورکړي دي او د قانون له پلوه دوی د کرایې په ورکولو مکلف نه دي.))
نوموړي له ټولو مستاجرانو وغوښتل چې که مالکان ورسره زیات جنجال کوي نو ستونزه دې له ولایتي ادارې سره شریکه کړي او مسوولان به ورسره سخت قانوني چلند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د کرایه دارو او مستاجرانو شمېره لا معلومه نه ده خو ځینو مارکیټونو او د کورونو مالکانو مخکې له مخکې خپلو کرایه دارو ته د قرنطین د مودې کرایه بخښلې ده.
خو ځینې ښاریان شکایت کوي چې مالکانو ترې په زور کرایه اخیستې ده.
د کابل والی ددغه تصمیمونوتطبیق په عملکی تجربه کړی او هغه دا چه څارونکی دی ولیژی چه د کرایه دارنو نه پوښتنی او مصاحبی تر سره کړی چه ووینی هغوی څه وایی ، او دبله طرفه یوه د شکایت تلیفونی اړیکه خلکو ته وښیی تر څو خلک خپل مشکل ولایت ته ورسوی ، که د کرایه دارانو د پاره خو ګرانه ده چه مستقیمآ والی او یا د والی دفتر ته لاسرسی ولری