بريښنا وزارت ولې له خپلو ژمنو په شاشو؟

 دا لیکنه په باور ورځپاڼه کې خپره شوې

  د چارواکو له ژمنو او د ولس له څو کلن اتنظار وروسته په ختيځ ولايت کونړ کې ديوه بريښنا بند د جوړېدو چارې رسما پيل شوې .

   د دغه کوچني بريښنا بند د جوړېدو چارې داسې مهال پيل کېږي، چې په لندن کې د افغانستان، انګلستان او پاکستان په  درې سريزه غونډه کې پاکستاني لوري ولسمشرکرزي سره په کونړ سيند د يوه لوي بريښنا بند دجوړولو هم ويلي.

    شنونکي وايي د کابل چارواکي د دغه بريښنا بندونو په جوړيدو کې دوه زړي دي اوډېرځله يې نا امني دجوړونې د چارو په مخکې يوه ستره ننګونه بللې .

   که څه هم په دغه ولايت کې ان وسله والو جنګياليو هم د ټولګټو پروژو سره خپل ملاتړ اعلان کړى او ويلي يې دي هغه ټولګټې پروژې چې پوځي موخې ونه لري، دوى ورسره مخالفت نه کوي .

   خو له ډېر انتظار وروسته دبريښنا وزارت په کونړ کې دپيج درې پر سيند د مناګي په سيمه کې د يوه بريښنا بند د جوړيدو چارې په عملي ډول پيل کړې. د دغه پروژې مسول انجينير محمد صادق صادق په کونړ کې دملي باور خبريال ته ويلي دي، چې په دې بريښنا بند نهه عشاريه وه ميليونه امريکايي ډالره لګول کېږي، چې د څلورو کلونو په موده کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته به چمتو شي چې دوه زره او سل کيلو واټه بريښنا به توليدوي، ددغه بريښنا بند ټول لګښت د اوبو او بريښنا وزارت له بوديجې ورکول کيږي.

  کونړ والي شجاع الملک جلاله خان چې دا په دې ولايت کې يوه کمسارې رغاونيزه پروژه يادوي او وايي ولس يې کلونه کلونه د دغه بريښنا بند دجوړيدو لپاره شيبې شمېرلې او که ورته بريښنا جوړه شي دا سيمه به له هره اړخه پرمختګ وکړي.

   جلاله خان چې وسله وال مخاليفين د ښونې او روزنې په برخه کې وستايل، ترې ويې غوښتل چې د بريښنا بند د جوړونې په برخه کې دې ورسره همغږي وه اوسي اوپه امنيت کې دې ورسره مرسته وکړي.

   د مشرانوجرګې يو غړى رفيع الله حيدري انديښمن دى چې په دا ډول پروژو کې ځينې خلک دخپلو شخصي امتيازاتو لپاره خڼدوه جوړوي، نوموړى د سيمې له مخورو غواړي چې د داسې دسيسو مخه ونيسي،  حيدري وايي د پروژې مسولانو ته ويلي دي چې هېچاته هم په يوه او بل نوم پيسې ورنه کړي، چې ګنې دپروژې کارونه به ورخراب کړي .

   د سيمې اوسيدونکي وايي مرکزي دولت نه غواړي، چې د کونړ پر سيندونو دې بريښنا بندونه جوړشي او دا اوس چې د مناګي بريښنا بند دجوړيدو چارې پيل شوې، دا هم دوى له ډېر ولسي ټينګار او ورپېښو ننګونو له امله دي، دوى وايي د کونړ پر بندونو په اسلام اباد، واشنګټن او وروستي ځل په لندن کې هم له ولسمشر کرزي سره خبرې وشوې، ولسمشر حامد کرزي هم څو وارې د کونړ د بريښنا بند د جوړېدو په برخه د دولت ژمنې تازه کړي دي .

    شنونکي وايي د کونړبريښنا بندونه دسياسي جوړجاړيوښکار دي. په کونړ کې يو پخوانى خبريال او د چارو شنونکى محمد ادريس غروال وايي د بريښنا وزير محمد اسمعيل خان په لوي لاس د دې بندونو په جوړيدو کې ځان شاته کړى و او تل يې نا امني يوه پلمه ګڼله په داسې حال وسله والو طالبانو او دحزب اسلامي جنګياليو هم دبريښنا بندونو له جوړيدو سره خپل ملاتړ اعلان کړى.

   غروال وايي دکرزي په واکمنۍ په هره غونډه کې د سره طاق د بند يادونه شوې خو دادى د کرزي دولس کلنه واکمني پاى ته رسېږي، خولاهم دغه ارمان د ولس په زړونو کې همداسې پاتې شو، نوموړى انديښمن دى چې که د کابل د چارواکو سياسي مصلحتونه همداسې وي، نو ډيرې ملي پروژې به وسوځي.

   بل لور د مناګي په برېښنا بند يوه لويه نيوکه داده، چې پخوا داتو زرو ميګاواټه بريښنا د ظرفيت ژمنه شوې وه، خو دغه کچه دوه زرو ته راټيټه شوه، د سيمې اوسيدونکي دا هم د بريښنا وزارت د چارواکو يو ناوړه شاتګ يادوي.

3 thoughts on “د کابل واکمنو د((کونړبندونو)) ته سپينې تښتيدلي”
  1. ډیر په زړه پوری اوخوشحالوونکی خبر دی، خدای دی وکړی چه چارواکی په خپلو ژمنو ټینګ ودریږی، اوددغه پروژی دکار په جریان کی دپیسو ځنډ رانه ولی.
    یادښت: په اخرو کرښو کی لیکل شوی دی ( چې پخوا داتو زرو ميګاواټه بريښنا د ظرفيت ژمنه شوې وه، خو دغه کچه دوه زرو ته راټيټه شوه) زما په فکر دغه جمله باید داسی ولیکل شی.
    چې پخوا داتوميګاواټه بريښنا د ظرفيت ژمنه شوې وه، خو دغه کچه دوه میګاواټه ته راټيټه شوه. ځکه داته زره میګاواټه بریښنا زمونږ دوطن داستعمال څخه اضافه کیږی حتی دګاونډی ملکونو چاره راسره هم کیږی، اوبل داچه فقط زر میګا واټه بریښنا دیومیلیارد یا
    زرمیلیونه ډالرو څخه په زیاتو پیسو جوړیږی.

    بریښنا مساوی کیږی دزرکیلو واټه بریښنا سره. (MW )یومیګاواټ

    دخدای په امان

  2. ددغه پروژې د ځای او سیمي د لیدو څخه سیمیز انجینران هغه چې یوازې د کابل د انجینرۍ څخه فارغ وي کولی شي په ساده توګه د بریښنا د تولید ظرفیت، د اوبو د لوړولو اعظمي ممکنه حد او حتی لدې برکه شاوخوا وچو دښتو ته د اوبو د پورته کولو او رسولو د کچې پته لګولی شي.

    زه باور لرم چې په ننګرهار، کنړ او یا ټول مشرقي کې با احساسه او مستعد انجینر زلمي شته چې پدې سیمه کې د سرکوب او نورو اړوند ټکو په اړه مالومات را غونډ کړي. کچیرې د بریښنا وزارت پدغه پروژه کې داسې حیاتي خیانت کړی وي چې په عمدي توګه ېې ظرفیت را ټیټ کړی وي، باید پر وړاندې ېې خلک او ولس را پاڅي او لدې نعمته یوازې کنړ نه بلکه ننګهار او لغمان او نورستان هم برخمن کړي.

  3. د وداني اوبيا جوړونې په لور يو ګام پر مخ اخستل هم دخوښۍ خبره ده.تر ډيره ځايه دهيواد دبيرته جوړونې چارې په موږ افغانانو پوري اړه لري.که موږ خپلې ملي ګټې سمي تعريف کړو او خپلې ملي ګټي وپيژنو بیا به نو دبل چا په فتواګانو نه غوليږ و ،په قومونو او مذهبونو به دخپل هيواد دخرابولو لپاره نه ويشل کيږو اودهيواد د هري برخي ابادي به خپله نيکمرغي بولو .ټول ګران هيواد وال په هره سياسي مفکوره اوسليقه چې دي بايد دخپل توان په اندازه دګران هيواد د شېرازه کولو اودخپل مسلمان ولس د سوکالۍ دپاره مټي را ونغاړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *