د کابل پریس کلب او د یو شمېر ازادو خبريالانو ګډه خبري ناسته

له راتلونکې کابينې څخه د خبريالانو غوښتنې:

که څه هم مرکزي حکومت په کابل کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه خپل مسوؤليت تر يوې کچې ادا کړی خو په ولایتونو کې یو شمېر خبريالان لا هم د ځينو سيميزو چارواکو له لوري شکنجه کیږي، ګواښل کیږي او یا هم پر وخت د پېښو له جزیاتو نه خبريږي.

له همدې امله دکابل پریس کلب غړي او يوشمېر ازاد ژورنالېستان پر حکومت غږ کوي چې د خبريالانو پر‌ وړاندې د سيميزو چارواکو ‌د ‌تاوتريخوالي مخه ونيسي.

ددې ترڅنګ بله مهمه موضوع د خبریالانو او حکومتي ادارو د ویاندویانو تر منځ د افهام او تفهیم ستونزه ده، چې نن سبا خلک معلوماتو ته د ژر تر ژره لاس رسي تنده لري او د رسنيو تر منځ شته رقابت د دې لامل شوی چې هره رسنۍ هڅه کوي تر بلې هغې لومړی او کره معلومات خپاره کړي؛ خو یو شمير‌ رسنۍ ځکه د خبر‌په چټکوالي کې پاته راځي چې دولتي ویاندویان پر وخت معلومات نه ورکوي.

همدا راز ډيرداسې دولتي وياندويان شته چې هغوی یواځې په پښتو خبرې کوي په دري حاکميت نلري او ځیني يې بیا په پښتو روانې خبرې نشي کولی، چې دې ستونزې د خبریالانو فعالیتونه ټکني کړي او هم يې د دوی پر کارونه له کيفي پلوه ناوړه اغيز کړی.

(کابل پرېس کلب) دغو ستونزو ته د دولتي لوړ پوړه چارواکو، په ځانګړي ډول د نوې کابينې د وزيرانو د پام ور اړولو لپاره سره راټول شول.او په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې يې لاندې غوښتنې وکړې:

۱. د وزارتونو، والیانو او نورو لويو دولتي ادارو لپاره دې داسې ویاندويان وټاکل شي چې په دواړو رسمي ژبو خبرې وکولی شي او ترڅنګ يې په انګليسي ژبه هم خبرې وکړای شي.

۲. ټول حکومتي وياندويان دې خپلې فعاله او ځانګړې اړيکشمېرې، ايميل ادرسونه او د فیسبوک پاڼې لینکونه له خبريالانو سره شريک کړي او همکاري دې و پالي.

۳: ویاندویان دې د اړتیا پر مهال له خبریالانو سره مرستې ته ژمن شي، پر وخت دې د خبريالانو ایمیلونه ، ځوابه وي.

۴. د ګردي میز بحث او نورو هغو غونډو ته دې ویاندویان حاضریږي چې ددوي معلوماتو ته اړتيا وي.

۵. له خبریالانو سره د هر راز تاوتریخوالي کوونکو کسانو دندې دې وځنډول شي او په قانوني توګه دې محکمه شي.

د کابل پریس کلب اداره

2 thoughts on “د کابل پریس کلب او د یو شمېر ازادو خبريالانو ګډه خبري ناسته”
  1. خبر یالان هم حقیقت پتوی که کم زور واکی ورته پیسی ورکری نو دهغی خبری نه نشروی او دهغی صفت کو
    حقیقت نه وای که پیسی ورکری نو نشروی او که پیسی ورکوی نو ستا په خوخه نشروی ما په خلپه لیدلی او دا حقیقت دی چه پیسی ورکری ستا خبره که دملت په گته وی خونه نشروی په تول ننگرهار کی یو خ بریال پیسی نه اخلی چه هغه د پژواک خ بریالی دی نور تول په فساد ککردی زیاتره هیریگی د زرواکو نه او تول زرواک ورته په هر هفته کی پیسی ورکوی تول زرواکو په دیروکی په ملیمستیاو براخلی سوک چه په فساد ککر دی دهغو نه هم پیسی اخلی دا حقیقت دی په الله قسم خورم چه زما خبره حقیقت دی په سل هاو کره می لیدلی چه هر جلسه یا غوندی وی په آخر کی دوی ته پیسی ورکوی

  2. په تول ننگرهار کی وازی خبریال دی چه نوم ی نه پیژنم خو ماته د پژواک خبریال معلومیگی چه پیسی نه اخلی نور تول خبریالانو دهر چار واکی نه هفتته واری پیسی اخلی سونه فساد چه په خبریال کی ده تویه به اوباسی حقیقت پتوی سخت سخت سوالونه تی کوی چه پیسی تی واخستل بیا هغه دیلت کوی او در چپلوسان هم دی خبریال د وطن دملاتیر حیثیت لری خو دوی هم په فساد کی دو پ دی دغریب خبره والله نشر کری خو افسوس کوم په دوی باندی چه دملت سترگوته خاوری شنیدی حقیقت پتوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *