د کابل نننۍ تروریستي حمله د دولت د مشرانو ترڅنګ عامو خلکو، بېلابېو ټولنو او ځینو هیوادونو هم غندلې او هغه یې بې رحمانه بللې ده.
دلته د دې حملې په وړاندې د مختلفو ټولنو او شخصیتونو عکس العملونه لولئ:
په کابل کې ننني ډلییز ځانمرګي برید ته د (و.ا.ګ) غبرګون
ودان افغانستان ګوند نن سهار نهه بجې د کابل د اولې حوزې اړوند، په پل محمودخان سیمه کې ډلییز ځانمرګی برید، چې تر اوسه د ۲۸ تنو افغانانو د شهادت او ۳۲۷ کسو نارینه، ښځو او کوشنیانو د ټپي کېدو سبب شو، په سخته ژبه غندي.
ګوند باور لري، هر هغه هدف، چې د یوه انسان د یوه څاڅکي وینې په قیمت هم تر لاسه کیږي، ناانساني، بشرضد او کرغېړن دی او پر ټولو مدني- بشري سازمانو و بنسټو ږغ کوي چې باید د دغسي انسان دوښمنه جریانو و ډلو پر ضد یو لاس شي، پر هر سټیج و مجلس کې یې سختې وغندي او د سرتاسرې سولې لپاره یو واحد افغاني آواز را پورته کاندي؛ زموږ ملي وحدت د بشردوښمنه جریاناتو د محوې یوازنۍ چاره ده.
(و.ا.ګ) پر ټولو ورانکارو و وینه تویوونکو ډلو ږغ کوي چې دوی به هیڅکله د دغسي تخریبي و انسانوژونکو اعمالو په کولو سره،نه یوازې خپلو خونړیو موخو ته و نشي رسېدای بلکي نور به هم په ملي و نړیواله کچه بدنام و تجرید شي؛ که دوی بیا هم د تل په څېر ووایي چې دوی د افغاني و جهاني ارزښتو په وړاندې بې پروا دي نو د خپلې یومخیزې نابودۍ انتظار دې وباسي ځکه په دنیا کې هیڅ جریان د دغسي خونرېز و جنګرېز له لارې چنداني هدف ته نه دی رسېدلی؛ بله دا چې دا ډېر عجیب طنز دی چې دوی د مسلمانانو د وژلو و قتل عام په شکل د همدغو مسلمانانو د خدمت و نجات شعار ور کوي؛ افغان ولس له دوی څخه سوال کوي چې کله دوی ټول افغانان ووژني او ټول وطن وران کړي نو بیا دوی چېري خپل موهومي شرعي حکومت نافذوي او پر چا به استبدادي واکمني کوي؟
د هر جنګ پای سوله ده، که څوک سوله نه غواړي او تر قیامته د جګړې جنایت خپل حتمي انتخاب بولي نو له جنګه ستړی افغان انسان او له تشدده بېزار بشر یې نه مني، هره متشدده ډله چې په کور دننه و دباندې د پراخ تفرت په ژبه ورټل شي هغه بیا د ژوند کولو اوږد چانس نشي لرلای؛ دوی چې څومره انسان ځپي او وژني نو په هماغه اندازه ځان په لوی لاس د زوال قبر ته ور غورځوي.
د ملي وحدت حکومت هم باید خپل له جنګ و خشونت څخه بېزار ولس ته په خدماتو وړاندې کولو او پراخ فساد ورکولو سره د ملت و دولت تر منځ فاصلې را کمې او د وطن و ولس دوښمنان په تجرید او بالآخره حتمي فنا محکوم کاندي.
ګوند شپه و ورځ د خپلو دردمنو هیوادوالو په هر درد و غم ځان شریک ګڼي، د نننۍ ډېرې ناوړې پېښې شهیدانو ته فردوس جنت، خپلوانو ته یې صبر او زخمیانو ته یې بشپړه روغتیا غواړي او په پای کې د هر جنګ، جبر او جنایت پر ضد پر ټولو افغانانو د یو موټي کېدو ږغ کوي.
ودان افغانستان ګوند
مرکزې کومېټه
کابل- افغانستان
۳۱/۱/۱۳۹۵ سه شنبه
—————————–
انجینیرمحمد خان د کابل د وروستي ترهګریز برید د ټپیانو پوښتنه وکړه
کابل ــ مرمرینه ماڼۍ ــ دوري ۳۱مه
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان د کابل ښار د پل محمود خان سیمې د وروستي ترهګریز برید د ټپیانو د روغتیایی حالت د پوښتنې په موخه د کابل ایمرجنسي روغتون څخه لیدنه وکړه.
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال د روغتون له ډاکټرانو غوښتنه وکړه چې د ټپيانو په درملنه او پالنه کې خپله ملي او اسلامي دنده تر سره کړي.
د ایمرجنسي روغتون ډاکترانو د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان ته د ټپیانو د روغتیايي حالت او د هغوی د درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د ټپیانو روغتیايي وضیعت یې ډاډمن وباله.
انجینیر محمدخان د پېښې ټپیانو ته د خدای تعال (جل جلاله)له دربار څخه د عاجلي شفا غوښتنه وکړه او له موظفو ډاکټرانو څخه یې هیله وکړه چې له ټپیانو سره د بیړنیو روغتیایي مرستو په برخه کې خپلې هڅې دریغ نه کړي.
انجینیر محمدخان په روغتون کې د بستر ناروغانود پوښتنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې د ترهګرو دغه برید چې په ترڅ کې يې زموږ ګڼ شمیر بیګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل په سختو ټکو وغانده اوپه ټولو وسله والو مخالفینو یې غږ وکړ چې د هیوادوالو د وژلو پرځای سولې ته غاړه کیږدي او د هیواد په آبادۍ کې برخه واخلي او نورد بیګناه خلکو د وینې تویونې څخه ډډه وکړي.
—————————–
کلیوال ملګري ټولنه د کابل تروریستي برید غندي

دياډې پېښې دغندنې په اړه مو د ټولنې مطبوعاتي اعلاميه د خپرولو لپاره درولېږله.
د کابل پر پيښي د کندهار والي د خواشينۍ پيغام

نېټه: ١٣٩۵-۱-۳۱
کندهار، افغانستان- په ډيري خواشينۍ سره خبر سوم چي د هيواد او انسانيت دښمنانو د په کابل کي د ځانمرګي او وسله والو بریدونو په کولو زموږ په لسګونه بېګنا هیوادوال شهيدان او ټپیان کړي دي. انا لله وانا اليه راجعون!
د هیواد، دین او ملت دښمنانو نن سهار نهه بجې د کابل په پل محمود خان سیمه کي د مهمو کسانو د ساتني پر رياست ځانمرګی بريد کړی او تر هغه وروسته يو شمېر ترهګر دغه رياست ته ننوتي او ډزي يې پيل کړي دي چي له امله یې زموږ په لسګونه غریب، مزدورکار او د خپلي یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره په کار بوخت هیوادوال شهيدان او ټپیان کړل.
د هيواد دښمنانو په دې ناروا بريد يو ځل بيا ثابته کړه چي دوی پر بېګناه افغانانو هيڅ ډول رحم او زړسوی نه لري او په دومره بېرحمانه ډول بېګناه افغانانو ژوند اخلي او هره ورځ یې په شهادت رسوي. د هیواد او دين دښمنان هڅه کوي چي د دغسي خونړیو بریدونو په کولو وحشت خپور کړي او افغانان د خپل هیواد له جوړولو او ارام ژوند څخه راوګرځوي، مګر په دغسي وحشي کړنو به هیڅکله خپل شوم هدف ته ونه رسيږي، په دنیا کي به یې یوازي کرکه په برخه سي او په اخرت کي به د خالق له خوا سخت حساب او کتاب ورسره وسي.
زه دغه ناروا او غيرانساني بريد په کلکو ټکو غندم او پر خپلو هيوادوالو ږغ کوم چي د افغانستان د دښمنانو په وړاندي سره متحد او يو موټی سي. زه د الله تعالی له دربار څخه د شهیدانو لپاره د فردوس جنت غوښتنه کوم، د ټپیانو لپاره عاجله شفا غواړم او کورنیو ته يې د الله تعالی له درباره د جمیل صبر او اجر غوښتونکی یم. زه په دې لویه غمیزه کي د ټولو قربانیانو له کورنیو سره د دې ملي ویر له امله ځان شريک ګڼم او دوی ته د خپل تسليت مراتب وړاندي کوم.
ډاکټر محمد همايون عزيزي
د کندهار والي
———————————-