تاند- د کابل په لوېدیځ کې د صوفیانو پر یوې خانقاه د تېرې شپې د تروریستي حملې د تلفاتو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې د کابل ښار د کمپنۍ په سیمه کې پر یوه خانقاه یا د صوفیانو مذهبي مرکز د تېرې ورځې /شنبه/مارچ۷/ د ماښام د حملې د تلفاتو شمېر، چې شپږ تنه اعلان شوی و، نن یکشنبه، ۱۱ تنو ته زیات شو.

پرون د ماښام د لمانځه په مهال ناپېژندویو وسله والو د کابل په لوېدیځ کې د کمپنۍ په سیمه کې د صوفیانو په یوه مذهبي مرکز کې پر لمونځ کوونکو د بې ږغه وسلو په وسیله برید وکړ.

وروسته امنیتي ځواکونو وویل چې له بریده لږ وروسته یې ۵ تنه مشکوک کسان نیولي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نجیب دانش نن وویل چې د پېښې په تړاو څلور تنه مشکوک کسان نیول شوي او د پولیسو له لوري ورڅخه تحقیقات روان دي.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د چارو ځیني کتونکي ګومان کوي چې دا برید به د داعش پلویانو کړی وي.

تر دې پخوا په افغانستان کې د صوفیانو پر کوم عبادتځای برید نه و شوی.

ویل شوي چې په حمله کې یو شمېر ټپیان چې حال یې نازک و، د کاري ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *